|
د غذایي توکو په برخه کی نوی پرمختګونه او ځیړنی
|
|
|
|
||||
|
|||||
|
|||||
|
|
|
||||
|
چمتو کوونکی : سید محمد نعیم خالد ( دسمبر ، 30 ، 2011 ) د خوړو مصؤنیت (Food Safety) نن ورځ په نړۍ کی یو تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږی. د امریکی په متحده ایالاتو کی هر کال کابو ۴۸ میلیونه د خوړو څخه پیښدونکی نارغۍ او ستونزی ثبتیږی. معمولا دا ستونزی او ناروغۍ د تولیدونکی کمپنیو لخواد ناسمه او یا نا مکمله معلوماتو له کبله منځ ته راځی. ددی تر څنګ کله ناکله مصرف کوونکی یا مستهلکین هم خپل خواړه ښه نه پیژنی، د خوراک لپاره یی چمتو کولی نشی، ذخیره کولی یی نشی، صحی معلومات او ځینی نور اړوند موارد په پام کی نه نیسی نو د هغوی د ناروغیو او حتی تر روغتونو پوری د رسیدو لامل هم کیږی. نن ورځ زه غواړم چی ددی ستونزی په پام کی نیولو سره یوه مقاله د خوړو د لیبل په هلکه برابره کړم ترڅو محترم لوستونکی د ددی ټکو په پام کی نیولو سره خپل ځان او کورنۍ د ځینی خوړو پوری اړوند ستونزو څخه مصؤن وساتی. لیبل څه ته وایی؟ لیبل عبارت د هغه معلوماتی ټوټی څخه دی چی د محصول په هکله د هغه په بسته یا package باندی قانون ته په پام کی لګیری. په بل عبارت لیبل د مستهلک او تولیدونکی تر منځ یو ارتباطی پل دی چی د هغه په بنسټ مستهلک کولی شی د محصول په ارزښت ، د استعمال په طریقه او دساتنی په لارو چارو باندی وپوهیږی. دنړۍ په اکثر هیوادونو کی په بسته بندی شویو خوړو باندی لیبل لګول اجباری دی، او د لیبل لګولو لپاره یوه خاصه اداره وجود لری. د امریکی په متحده ایالاتو کی د خوړو لیبل د 21 CFR part 101 قانون په مرسته کنترولیږی. هغه هیوادونه چی خپله کومه خاصه قانونی مرجیع ونلری بیا د FAO او WHO په مرسته تهیه شوی لارښود چی د Codex Alimentations په نامه یادیږی، مراجعه کوی او د اړتیا وړ معلومات تری اخلی. د اوروپایی اتحادیی لخوا هم یو قانون د Directive 90/496/EEC په نامه سره چمتو شوی وو چی بیا په ۲۰۰۸ کال کی دیو نوی قانون په چوکاټ کی د ځینو تغیراتو سره په تصویب ورسید چی ورته Directive 2008/100/EC ویل کیږی. په افغانستان کی په خواشینۍ سره داسی معینه اداره نشته چی دخوړو صحی او کیفی کنترول لپاره کار وکړی او نویو قوانینو په طرح کولو سره په هیواد کی د خوړو د مصروفونکو صحت څخه پاملرنه وکړی. نن ورځ د روغتیا وزارت او د کرنی وزارت ځینی جزیی کارونه پدی برخه کی کوی مګر په واقعی توګه سره د یو دولت په شان د خوړو د مصؤنیت په هکله یی کوم ګام ندی پورته کړی. نورو برخو ته ورته چی تر اوسه کوم قانونوه او رهنما ګانی ندی ورته ندی جوړی شوی ، د لیبل کولو برخه هم همغه شانته پاتی ده. د لیبل دندی (functions of label): a) د محصول نوم ښودنه b) دمحصول انرژیکی ارزښت په ګوته کول c) د محصول د تولید او د انقضا نیټه ښودنه d) د محصول د استعمال لارښونه e) د محصول د خوړو ورځنی مقدار ښودنه ( daily intake) f) د محصول په هکله د صحی معلوماتو ورکول g) د محصول د ذخیری کولو معلومات د لیبل ځای: دلیبل ځای په بسته یا package باندی په دوه طریقو سره ممکن دی : 1. ټول د لیبل اړوند معلومات د بستی په مخ یا principal display panel (PDP) چی معمولا د مصروف کوونکی لخوا لمړۍ د لیدو وړ منبع ده، باندی ځای په ځای کړی او یا 2. ځینی خاص د لیبل اړوند معلومات ورباندی ځای په ځای کړی او نور فرعی معلومات د هغه تر څنګ په معلوماتی برخه یا information panel labelling چی د PDP په ښۍ برخه کی قرار لری ، ځای په ځای شی. په information panel labelling کی معمولا د تولیدی کمپنۍ نوم، انګریدینت ، آدرس ورپکښی شامل وی. د لیبل ساختمان او دهغه اجزا: نوم (Name)– پدی بره کی باید د محصول نوم ولیل شی، تر څو مستهلک ورڅخه په اسانی سره استفاده وکړی. د بیلګی په توګه د یو محصول نوم ( افغان جوس ) ایږدو. دا نوم دوه معنی ګانی ورکوی یو خو د افغان کلمه ده چی جوس د نړی یوی خاصی ساحی ته راجع کوی . ضمننا د جوس کله د میوی او یا هم د سبو باندی دلالت کوی. نو مستهلک په آسانۍ سره کولی شی د خپلی خوښی محصول انتخاب کړی. انګریدینت یا علاوه شوی توکی (Ingredients and additives) – خوړو ته ټول علاوه شوی توکی (رنګونه ، ساتونکی یا preservatives ، غلیظ کوونکی مواد یا thickening agent ) باید د انګریدینیت تر عنوان لاندی ذکر شی. کله چی په یو محصول کی د ۲٪ څخه زیات وی نو د وزن په اساس باید په نزولی توګه سره ولیکل شی. او که چیری تر ۲٪ څخه یی مقدار کم وی نو په سعودی او یا نزولی توګه یی لیکل ممکن دی. په ځینی هیوادونو کی د ځینی علاوه کیدونکی موادو لپاره یو نمبر جوړ کړی د بیلګی په توګه په اورپایی اتحادیه کی ورته E نمبر وایی. چی په آسانۍ سره د تعقیب وی. د بیلګی په تو ګه سوربیک اسید چی یو خوړو ته د ساتونکی یا preservative په توګه استفاده کیږی د E 200 نمبر لری. الرجی لرونکی مواد یا محصولات (Allergens) – نن ورځ د علمی ځیړنو په بنسټ یو تعداد خواړیزه محصولات او یا هم علاوه کیدونکی مواد الرجی منځ ته راوړی. ددی په خاطر چی زموږ مستهلک د الرجی د ستونزی څخه په امن کی وی نو باید ټول الرجی راوړونکی یا پیښوونکی محصولات او یا مواد باید په لیبل باندی په ځرګنده توګه ولیکل شی. په اوروپایی اتحادیه کی ۱۴ الرجی لرونکی محصولات په ګوته شوی دی او د هغه لیکل په لیبل حتمی دی. الرجی راوړنکی مواد چی په اروپا کی یی لیکل حتمی دی عبارت د د حګییو ، سلیری، مغرباب، شیدی، بحری خواړه ، سویا بین او ځینی نور. تغذیوی معلومات (Nutritional info)– حال دا چی دا برخه په قوانینو کی حتمی نده مګر بیا هم د مستهلک لپاره د محصول په انتخاب کی خورا ګټه رسولی شی. دا معلومات کیدای شی چی د انرژی غوندی ورته مواردو په هکله معلومات ورکړی. صحی تغذیوی معلومات (Medicinal Nutritional claims) - دا هغه برخه ده چی په ډیره دقیقه توګه سره تر ځارنی لاندی نیول کیږی . څکه دا هغه برخه ده چی یو مستهلک کیدای شی د هغه د غلطو معلوماتو په تر لاسه کولی سره له منځه ولاړ شی. دبیلګی په توګه که چیری په یو لیبل باندی لیکل شوی وی چی د دی ناروغۍ مخه نیسه ، شکر ته ګټه لری، یا د چاغښت لامل کیږی او په حقیقت که په هغه شکل سره نه وی او یا هم ناوړه اغیزه ولری نو د خطرناکو پایلو لامل کیدای شی. تاریخ ( Date) – تاریخ عموما په دوه طریقو سره لیکل کیږی: الف : د انقضا د تاریخ څخه د مخه استعمال ( Use by date) – پدی صورت کی باید کوشش وشی چی محصول مخکی د انقضا د تاریخ څخه استعمال شی. ب: د انقضا د تاریخ څخ مخکی استعمال توصیه کیږی یا Best before date ) ) – دا هغه حالت دی چی څینی محصولات ډیر خطرناک نه وی نو پدی صورت کی کولی شو چی هغه ورسته د انقضا د تاریخ څخه هم استعمال کړو مګر د هغه څخه مخکی استعمال یی توصیه کیږی. د ذخیری شرایط ( storage conditions ) – په هغه صورت کی چی د ذخیری لپاره خاص شرایط موجود وی نو باید په لیبل باندی په صراحت سره ولیکل شی. تجارتی نوم او آدرس (business name and address) – ځینی محصولات وی چی تجارتی نمونه یی توپیر لری نو هغه هم باید په لیبل باندی ذکر شوی وی. ددی تر څنګ د تولیدونکی کمپنۍ نوم د هغه د آدرس سره په ګوته شی. د محصول منشأ ( Place of origin) – د محصول او یا د هغه د ترکیبی مواد منشأ باید لیکل شوی. معمولا Bar code په شکل سره ښودل کیږی چی دمحصول د خرابیدو او یا هم کومی صحی ستونزی په صورت کی پا آسانۍ سره تعقیبریږی. علاوتا منشأ محصول ته یو ځایی ارزښت ورکوی. د بیلګی په توګه د وردګو مڼی، د قندهار انار، د تخار خربوزی چی هر یو یی خاص ځایی ارزښت لری. د استعمال لپاره هدایات ( Instruction for use) – دا په هغه صورت کی حتمی ده چی د محصول استعمال خلکو ته ښه نه وی معلوم او یا نوی محصول مارکیت ته وړاندی کیږی او یا هم یو خاص مصرفی ګروپ ته لکه YOPI چی ځوانان (Young) ، زاړه (Old) ، حامله داری ښځی (Pregnant) او یا هم هغه خلک چی معافیتی سیستم چی ضعیف (Immuno-compromised) وی. د لیبل ظاهری بڼه ( presentation) – لیبل باید په ټولنه کی قابل قبول وی. کوم خاص دینی ، مذهبی او یا قومی ستونزی منځ ته رانه وړی. ددی ترڅنګ لیبل باید جذاب او ښه رنګ ورته انتخاب شی او په بسته کی د لیدو وړ وی. مذهبی مثالونه یی د مسلمانانو لپاره په لیبل باندی په غربی نړۍ کی د حلال کلمه لیکل کیږی او دی ته ورته د یهودو لپاره په لیبل باندی د K حرف چی د Kosher دکلمی څخه اخستل شوی دی او د تقریبا عین د حلال د کلمی غوندی په یهودی نړۍ کی ورڅخه استفاده کیږی. سمبولونه (symboles) – ځینی وخت کمپنۍ نه غواړی چی د هغوی د ډیزاین ، شعار او یا نورو معلوماتو څخه بل څوک یا تولیدی ځیرمه استفاده وکړی نو دوی ځینی سمبولونه لکه © چی د کاپی کولو د حق څخه محفوظ معنی ورکوی او یا هم ® چی د محصول د په تجارتی توګه راجستریدو معنی ورکوی. د تولیدی دوری نښان (Batch identifier ) – دا کود یا نښان ددی لپاره مهم دی که چیری یو محصول چی تولید شوی او په مارکیت ته وړاندی شوی دی او یا هم په ګودامونو کی دی مګر د هغه د خراب جوړښت او یا هم کوم بلی صحی او یا کیفی ستونزی په منځ ته رتلو سره د محصول پیژندنه آسانه کوی. که چیری وغواړو چی خپل محصولات د مارکیت څخه راټول (product recall) کړو نو دا به ډیره آسانه وی چی ددی کود په شتون سره هغه په اسانۍ سره پیدا کړو. خالص مقدار ( Net quantity) – د لیبل په آخری برخه کی باید د محصول خالص مقدار ذکر شوی وی. کیدای شی چی وزن او یا حجم وی. علاوه د پورته ذکر شویو مواردو سره نور کیمیاوی ، مایکروبیولوژیکی خواص هم پکښی په ګوته شی. هیره د نه وی چی کله نا کله د تولیدونکی څخه رانیولی آن د مصرفونکی تر دروازی پوری ټولو اړونده خلکو ته پکښی اشاره کیږی، مګر معمول ندی. اخځنی : 1. http://www.bedford.gov.uk/environment_and_planning/env_health__ trading_standards/food/food_labelling__composition/food_labelling.aspx 2. http://www.fda.gov/downloads/Food/GuidanceComplianceRegulatoryInformation/Guidance Documents/FoodLabelingNutrition/FoodLabelingGuide/UCM265446.pdf 3. http://www.ext.colostate.edu/pubs/foodnut/09365.html 4. http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_nifl/programme_nifl_02.html 5. http://www.cspinet.org/new/pdf/global.pdf
|
|||||
|
|||||
|
|
|
||||
|
ژباړن : سید محمد نعیم خالد اوزون څه شی دی او په کوم ځای کی پیدا کیږی؟ اوزون د اکسنیجن یو ډیر فعال تعامل کوونکی شکل دی، چی په خپل ترکیب کی دری اتومه اکسیجن (O3) لری. یو قوی اکسیدانت و تعقیم کوونکی دی. کله چی د مایکرواورګانیزمونو او عضوی موادو سره په تماس کی راشی نو هغه فوراْ په دوه اتومیزه اکسیجن (O2)باندی تجزیه کوی. اوزون په طبیعی توګه سره په ستراتو سفیر طبقه کی تولیدیږی او موږ د مضره شعاګانو څخه محفوظ ساتی. ددی تر څنګ د ګاز په شکل د اتمسفیر په طبقه کی په آسمان کی د بریښنا او د ځمکی پر سطح د فوتوکیمیاوی تعاملاتو ، التراوایلت تعقیم کولو او لوړ برقی ولتج څخه منځه هم منځ ته راځی. داوزون ارزښت د خوراکی توکو په پروسس کی: اوزون یو ښه ضد میکروب وسیله ده. اوزون په مؤثره توګه سره وایرس، بکتریم، فنجی او نور پرازیتونه چی خواړیزه فاسد والی او انسانی ناروغۍ منځ ته راوړی، له منځه وړی. بیا هم د اوزون مؤثریت د هدف شوی مایکرو اورګانیزم او د هغه د استعمال په نوعیت پوری تړلی دی. په تجارتی توګه سره اوزون د اوبو په پاکولو ، د قطیو تعقیم کول د تعقیمی بسته بندی لپاره، د تازه محصولاتو غیرمصموم کول او د خوړو د ساتنی لپاره په یخو خونو کی ورڅخه استفاده کیږی. علاوتا اوزون د هوا او اوبو د بی بویه کولو لپاره هم استعمالیږی. موږ کولی شو چی اوزون د خوړو د مایکروبی کیفیت او اوږد د ستاتنی عمر یا شلف لایف ورکولو لپاره استعمال کړو. اوزون په صنعتی توګه څنګه تولیدیږی؟ اوزون معمولا د برقی جرقی په منځ ته راتګ سره تولیدیږی. کله چی وچه هوا یا اکسیجن د دوو موازی یا مرکزی الکترودونو چی د دوه پوړیزه برقی موادو پواسطه سره پوښل شوی دی، منځ ته راشی د اوزون د جوړیدو لامل کیږی. د اوکسیجن مالیکولونه سره جدا کیږی او په نوی اکسیجن اتومونه منځ ته راوړی چی بیا د یوځای کیدو په ترځ کی د اوزون مالیکول جوړوی. د ګاز په نوعیت سره اوزون د ساده هوا څخه 1�3% (w/w) او د خالص اکسیجن څخه 6�16% (w/w) منځ ته راځی. اوزون څنګه مایکروبونه وژنی؟ اوزون مایکرواورګانیزمونه داسی وژنی چی د هغه د اکسیدایز کیدونکو حجروی موادو سره تعامل کوی، په خاصه توګه د هغه موادو سره چی دوه ګونی اشتراکی رابطی سلفایدریل ګروپ، او یا فینول حلقی ولری. نو څکه د اوزون هدف فاسفولیپیدی پوړ، داخل الحجروی انزایمونه او نور جینومیی مواد دی. کله چی اوزون پورته یادو شوو حجروی غړو سره تعامل وکړی نو د مایکرواورګانیزم د مرګ لامل کیږی. اوزون د نورو کیمیاوی طریقو سره څه توپیر لری؟ قوی ضد میکروب خاصیت لری چی هغه د اکسیدیشن – ریدکشن د ظرفیت اړوند یی دی. دا ظرفیت په اوزون کی (2.07 V) دی او په کلورین کی (1.36 V) دی. اوزون مایکرواورګانیزم فورا له منځه وړی. اوزون نورو کیمیاوی موادو ته ورته خاصیت نلری چی ناوړه چاپیریالی اغیزی ولری. اوزون باید د کار په ځای کی تولید شی یعنی د ذخیری او انتقال وړتیا نلری. آیا اوزون په غذایی صنعت کی محفوظ دی ؟ اوزون یو بی رنګه کاز دی او په آسانی سره کله چی غلظت یی 0.01�0.05 ppm ته ورسیږی تشخیصیږی. د اوزون لوړ غلظت روغتیایی تاوانونه لری. په کاری ساحه کی د هر آته ساعتونو لپاره 0.1 ppm داسی ښودل شوی چی ناوړه روغتیایی اغیزی نلری. دخوړو معامله کول په هر څلورو ورځو کی د ۱۵ دقیقو لپاره 0.3 ppm هم په ضرره بلل شوی دی. اخځنه ( ۳۱ اګست ۲۰۱۱ ): |
|||||
|
|||||
|
|
|
||||
|
ژباړن : سید محمد نعیم خالد په لبنیاتو کی ترټولو مهم کار مستهلک ته ښه او د لوړ کیفیت محصول ارایه کول دی. نو ددی له کبله ځینی لابراتواری امتحانونه چی د محصول د کیفیت د معلومولو لپاره ورڅخه استفاده کیږی، لاندی تشریح شوی دی: د شیدو د کثافت معلومول ( Milk density detection): د شیدو کثافت د اوبو او شیدو دکثافتونو د نسبت د مجموعی څخه عبارت دی چی په د سانتی ګرید په ۲۰ درجو او تر یو معین فشار لاندی اندازه کیږی. هغه آله چی د شیدو کثافت معلوموی د lactodensitimeter په نامه سره یادیږی چی د ترمامیتر او مندرج تیوب څخه تشکیل شوی دی. د هایدروجن پر اکساید دمعلومول(Hydrogen peroxide detection): په یو ټست ټیوب کی ۵ ملی لیتر شیدو واخلی او بیا په هغه برسیره ۵ قطری paraphenylene diamine ور اعلاوه کړی. ورسته د هغه څخه دا ښه وښوروی. که چیری شیدو آبی رنګ ځانته غوره کړ نو دادی هایدورجن پراکساید د شتون معنی ورکوی. د فارملین معلومول (Formalin 40% detection): ددی په خاطر چی ۴۰٪ فارملین زهری خاصیت لری او کولای شی چی شیدو د اوږد مهال لپاره وساتی نو څکه ددی معلومول لازمی دی. دفارملین د معلوملو لپاره باید ۱۰ ملی لیتر شیدو په یو ټیست ټیوب کی واخستل شی او ورسته د هغه د ټیست ټیوب په بغلونو باندی باید ۵ ملی لیتر سلفوریک اسید ورعلاوه شی. ټیست ټیوب باید ونه ښورول شی. که چیری د سلفوریک اسیدو او شیدو د تقاطع په ځای کی بنفش او یا آبی حلقی تشکیلی شی نو د معنی یی داده چی فارملین ورته علاوه شوی دی. د نشایستی معلومول (Starch detection): یو تعداد خلک د شیدو دغیر شحمی جامدی برخی د زیاتولو په خاطر شیدو ته نشایسته علاوه کوی. ددی په خاطر چی SNF معلوم کړو نو ۳ ملی لیتر شیدو باید په ټیست تیوب کی واخستل شی او بیا په اوبو کی وایشول شی. اوبیا شیدو د ۲۰ + ۲ درجو ترحده یخی کړی. ورسته له هغه ورته ۲-۳ قطری ۱٪ آیوډین ورته علاوه کړی. که چیری د شیدو رنګ آبی ته واوړی نو معنی یی داده چی نشایسته ورته علاوه شوی ده. د علاوه شوو اوبو معلومول ( Added water detection): کابو په په ټوله نړۍ کی د علاوه شوو اوبو اندازه د lactometer په مرسته معلومیږی. مګر د AOAC لخوا د شیدو د منجمد کیدو د ټکی معلومول هم معتبر ګڼل کیږی. شیدو معمولاْ په –0.55°C کی منجمد کیږی . ددی لپاره چی د شیدو د انجماد ټکی پیدا کړو نو د لاندی فورمول څخه استفاده کوو. Percentage of water added = Normal freezing point – Observed
freezing point X 100 د علاوه شوو پوډری شیدو معلومول ( skimmed milk powder detection): که چیری د شیدو یو سمپل په ټیست ټیوب کی واخستل شی او په هغه باندی نایتریک اسید قطره په قطره سره علاوه شی او په پایله کی نارنجی رنګ لاس ته راشی نو ددی معنی داده چی په شیدو کی پوډری شیدی هم ګډی شوی دی. حال دا چی د خالصو شیدو رنګ زیړ وی. ماخذ: (21 July 2011) http://www.dairyforall.com/milk-adulteration.php
|
|||||
|
|||||
|
|
|
||||
|
ژباړن : سیدمحمد نعیم خالد خوړو ته اضافه شوی توکی عبارت د هغه موادو څخه دی چی د خواړیزه محصول د کیفیت د ښه کیدو او د یا هم د هغه د خرابیدو او ناغوښتلو خواصو د ځرګندیدو لامل کیږی. د دی موادو علاوه کول کیدای شی چی د بزګر سره د تولد په وخت کی ، په فابریکه کی د پروسس په لړ کی او یا د محصول د توزیع په وخت کی صورت ومومی. خوړو ته د اضافه شوو توکو ټولګی: الف: هغه مواد چی په عمدی (Intentional) او مستقیم ( Direct )شکل سره ورته علاوه کیږی. لکه yeast د ډوډۍ د تهیه کولو په وخت کی ب: هغه مواد چی په غیر عمدی( unintentional) او غیر مستقیم ( Indirect) شکل سره ورته علاوه کیږی لکه حشره کش insecticide د تولید په وخت کی دا مواد کیدای شی چی په عمدی او یا غیر عمدی توګه خوړو ته اضافه شوی وی. هغه مواد چی خوړو ته په عمدی توګه اضافه کیږی، یو د لاندنیو شرایطو له کبله به ورته اړتیا محسوسیږی: 1- چی محصول با ثباته وساتی: پدی برخه کی د ایملسیفایر (Emulsifier) ، با ثباته کوونکی (Stabilizer)، غلیظ کوونکی (Thickening agent)، او سختیدنکو (Caking) مادو مثالونه ورکولی شو. لاندی کیمیاوی مادی ددی برخی ښی نمونی ګرځیدلی شی: 1. Alginates, 2. Lecithin 3. Mono-& Diglycerides, 4. Methyl Cellulose, 5. Carrageenan, 6. Glyceride, Pectin, 7. Guar Gum, 8. Sodium 9. Aluminosilicate 2- چی د محصول خواړیزه ارزښت لوړ کړی او یا یی په اولی حالت حفظ کړی: پدی برخه کی هغه مواد شامل دی چی د خوړو د خواړیزه ارزښت د لوړیدو لامل کیږی. دا مواد عبارت د ویټامینونو او منرالونو څخه عبارت دی. دا خوړو ته څکه علاوه کیږی چی کله ناکله د ابتدا څخه په خوړو کی دا مواد کم وی او یا د پروسس په لړ کی د لاس څخه ورکړی وی. پدی برخه کی ځینی کیمیاوی مادی چی استعمالیږی لاندی ذکر شوی دی: 1. Vitamins A and D, 2. Thiamine, 3. Niacin, 4. Riboflavin, 5. Pyridoxine, 6. Folic Acid, 7. Ascorbic Acid 8. , Calcium 9. Carbonate, 10. Zinc Oxide 11. , Iron 3- چی د محصول خوند زیات او هغه محفوظ وساتی : پدی برخه کی ډیر محافظوی مواد لکه ضد اکسیدیشن (Antioxidant) مواد چی د بکتریا او قارچونو د ودی مخ نیوی کوی او د آخری مستهلک د خواړیزه مصؤنیت لامل کیږی. ددی تر ځنګ دا مواد د محصول د کیفیت د ساتلو لامل هم کیږی لکه په مڼو کی د برونینګ یا د مڼی د اکسیدیشن د پروسی مخنیوی کوی. ددی موادو مثالونه لاندی ورکړی شوی دی: 1. Propionic Acid & its salts 2. , Ascorbic acid 3. Butylated Hydroxy anisole (BHA), 4. Butylated Hydroxytoluene (BHT), 5. Benzoates, 6. Sodium Nitrite, 7. Citric Acid 4- چی د محصول اسیدی کیدو او یاد الکلی کیدو مخه ونیسی: دا هغه مواد دی چی د محصول د لازیات پروسس او یا هم د آسانه استعمال په موخه استعمالیږی. ضمناْ دا مواد د محصول د معیاری خواصو د ساتلو لامل هم کیږی. ددی مواد ښی بیلګی په لاندی ډول دی: 1. Yeast 2. Sodium Bicarbonate 3. Fumaric Acid 4. Phosphoric Acid 5. Lactic Acid 6. Tartrates 5- چی د محصول د ښه رنګ او طعم اخستلو لامل شی : پدی برخه هغه طبیعی او مصنوعی مصالحه جات شامل دی چی د خوړ رنګ او طعم ښه کوی او د آخری مستهلک د جذب لامل کیږی او د هغوی تقاضا هم مشبوع کوی. ددی برخی مثالونه په لاندی ډول دی: 1. Cloves 2. , Ginger, 3. Fructose, 4. Aspartame, 5. Saccharin, 6. FD&C Red No.40, 7. Monosodium Glutamate, 8. Caramel, 9. Annatto, 10. Limonene, 11. Turmeric په پایله کی باید د یاده ونه باسو چی پورته ذکر شوی مواد علاوه د خپلو ګټو د هغه د ازدیاد او یا هم نا سم استعمال په نتیجه کی ډیر خطر ناک محسوبیږی، نو ځکه د بین الملی معیارونولکه د نړیوال رواغتیایی سازمان (WHO) ، د خوړو او کرنی نړیوال سازمان (FAO)، د امریکا د خوړو اداره (FDA) او د Codex standards څخه د خوړو د لیبل کولو معیارونه په پام کی ونیول شی. مآخذونه: ( ۲۱ جولای ۲۰۱۱( Anna P. Shanklin, Ph.D. (2003). Food Additives Presentation. FDA WHO technical report (928)- (2005). Evaluation of certain food additives. Geneva |
|||||
|
|||||