د ریسک په بنسټ د سی سی بی تعین

 چمتوکوونکی : سید محمد نعیم خالد – ۱۴ می ۲۰۱۲

د غذایی موادو په محفوظ ساتلو کی دا ډیره مهمه ده چی ریسک او خطرونه چی فزیکی ، کیمیاوی او بیولوژیکی یو د بل سره اړیکه ولری او سره حماهنګه وی. معمولا خلک د خطر او ریسک تر منځ توپیر نشی کولی چی په انګریزی کی ورته Hazard  او Risk  دی. ددی لپاره چی د غذایی علومو په برخه کی د ریسک مفهوم په لاندی ډول سره تشریح شوی دی.

په غذایی علومو کی خطر یا هزرد عبارت دی له بیولوژیکی ، کیمیاوی ، فزیکی او الرژی څخه دی.  دا ټول هغه شیان دی چی انسان ته په یو ډول نه یو ډول سره زیان رسولولی شی. پدی برخه کی کله ناکله خاص شرایط هم په پام کی نیول کیږی لکه لوړ حرارت، ډیر نسبی رطوبت او داسی نور چی په مسلکی خطرونو کی هم طبقه کیږی.

ټول خطرونه جدی نه وی او یا هم فوری اثر او غیزه نلری. مګر ځینی وختونه یو تعداد یی ډیر منفی تاثیر په ډیر کم وخت  او ډیر کم مقدار سره لوړ منفی تاثیر درلودلی شی.

په غذایی علومو کی باید دا هم په پام کی ونیسو چی د خطر کچه نه یوازی د خطر په نوعیت پوری تړلی ده بکله په هغه نفر پوری چی زموږ محصول په مصرف رسوی ، هم اړونده ده. پدی برخه کی هغه کسان چی زاړه وی، حامله ښځی او یا هم اطفال او یا هغه کسان چی د خاصو خوړو سره حساسیت لری ، هم پدی برخه کی ستر رول لوبولی شی.

د خطرونو لپاره په نړیوالو اویا د هیوادونو په ملی قوانینو کی یو تعداد د قبول ټکی مخکی له مخکی تعین شوی وی او کله چی نوی خطر منځ ته راځی نو پرهغه باندی په متواتر ډول سره ځیړنه کوی ترو څو د هغه لپاره د حل لاره پیدا کړی او یو د قبول معیاری ټکی ورته پیدا کوی. دا ټکی معمولا په دریو نمونو سره یادولی شو چی عبارت دی له قابل دقبول یا acceptable  ، د تحمل وړ tolerable  او غیر د قبول وړ یا non acceptable or non conform دی.

ریسک څه ته وایی؟

د خطر د پیږیدو ، د هغه د ورته تاوان یا خساری مقدار او د کشف د مجموعی څخه عبارت دی. یا په ساده ډول سره ویلی شو چی د خطر ناوړه تاثیر د هغه د مقدار یا جدیت سره په پام کی نیولو سره د ریسک په نوم سره یادیږی.

خطر په غذایی علومو کی په لاندی فورمول سره محاسبه کولی شو:

Risk = probability x severity x detect ability

ریسک = احتمال د یوی واقعی x   د واقعی شدت x  د واقعی دکشف احتمال

د ریسک تحلیل

د ریسک تحلیل عموما د دریو برخه څخه تشکیل شوی دی. چی په لاندی ډول سره تفصیل شوی دی:

۱ - د خطر ارزیابی

د خطر ارزیابی یوه مهمه پروسه چی د ۵ مراحلو څخه تشکیل شوی ده . دا مراحل په لاندی ډول سره دی:

a)      د خطر معلومول

b)      د خطر لپاره مشخصی تعریفول

c)       دزیان رسیدونکی کسان او دهغه تعداد معلومول

d)      دخطر لپاره د ریسک محاسبه او دهغه لپاره د اولویتونو ایښودل

e)      د خطر د پلان جوړول او دهغه عملی کول

f)       د خطر د پلان تصحح او ساتنه

۲ - د خطر مدیریت

پدی برخه کی مهمی پالیسی ، د ریسک پروفایل او د ریسک د پلان عملی کول شامل دی.

۳ - دخطر په اړه یا اړوند ارتباطات

ارتبات یا د د ریسک د پلان شریکول د ټولو هغه کسانو سره چی په یونو یوه لاره سره د دخطر له امله ورته ریسک پیږیدلی شی ، ډیره مهمه برخه ده. که چیری دریسک د مدیریت پلان جوړ شی مګر د اړوند کسانو سره شریک نشی نو ډیری کمی مثبتی پایلی به ولری او موثره به نه تمامیږی.  هغه کسان چی باید د پلان ورسره شریکی شی عبارت دی له داخلی کارکوونکو څخه او مصرف کوونکی او که چیری یی تمویل کوونکی او یا دولتی اداری وغواړی هم شریکول یی مفید تمامیږی.

د معلوماتو د شریکولو لاری کیدای شی د کورس، د پالیسی د نخښولو او یا هم د یوی یوی کاپۍ ورکول ټولو اړونده کسانو ته صورت موندلی شی.

هسپ او د ریسک تحلیل

د هسپ یوه تر ټولو مهمه برخه د خطرونو تحلیل دی او بیا ورپسی د CCP  د معلومول پروسه راځی. د سی سی پی معلومول په دری ډوله صورت نیولی شی.

۱ – د زیاتی تجربی په اساس

۲ – د سی سی پی د تصمیم نیونی د ونی په اساس

۳ – د خطر د تحلیل په اساس

دخطر تحلیل ورسته د هغه کیږی چی د هسپ سوالونه ختم شی نو مخکی د سی سی پی د پیدا کولو څخه باید یو د تحلیل هم ورته صورت ونیسی. ددی لپاره چی دا کار مو آسانه وی نو موږ د لاندی جدول په جوړولو سره خپل کار آسانه کولی شو.

یو جدول باید جوړ کړی چی لاندی شیان پکښی شامل وی:

مرحله

خطر

د مخنیوی لاره (ی)

د هسپ د تصمیم نیونی د ونی ۴ سوالونه

۱- اول سوال

۲- دوهم سوال

۳ - دریم سوال

۴ - څلورم سوال

د ریسک تحلیل

۱- د واقعی د پیږیدلو احتمال

۲- دواقعی شدت

۳ - د واقعی د کشف احتمال

سی سی پی ( هو یا نه)

انتقادی ټکی

۱ - نظارت 

۲ - څوک 

۳ - څه وخت

۴ - څه وقم 

۵ - او څنګه؟

تایید 

د اسنادو ذخیره کول

د ریسک د تحلیل لپاره باید د ۱ څخه تر ۵ پوری د شدت په اساس ، د واقع کیدو یا احتمال په اساس او دکشف په احتمال په بنسټ باندی ورته نمره ورکړل شی او په آخر کی ټول ضرب شی. که چیر یی ځوب د ۱ او ۴ تر منځ وو نو سی سی پی نده او که چیری د هغه څخه لوړ وو نو په PrPo  یا PrP  کی راځی او تر ټولو لوړه برخه یی چی د ۱۶ څخه تر ۲۵ پوری راځی هغه به په CCP  وی.

د هسپ په پروسه کی د خطر تحلیل - Hazard analysis in HACCP

لیکنه: سید محمد نعیم خالد

د هر ځه نه مخکی باید د تولیدی محصول ټول مراحل ولیک شی. د بیلګی په توګه که موږ غواړو زردآلو غواړو وچ کړو نو د هغه ټول هغه مراحل چی د محصول د رفع حاصل څخه را نیولی تر مارکیت او بیا تر مشتری پوری باید ولیکل شی. 

ورسته د هغه باید وپوهیږو چی  چی په خوړ کی کوم خطرونه موجود دی. ټول خطرونه د نن ورځ په دریو برخو ویشل کیږی. 

۱ - بیولوژیکی خطرونه : پدی برخه کی بکتریا ، ویروس، قارچونه، پرازیتونه او یا هم ددی یادو شوو فکتورونو زهریات.

۲ - کیمیاوی خطرونه : پدی برخه کی ټول هغه کیمیاوی مواد چی د تخم د مرحلی څخه آن تر بسته بندی پوری استعمالیږی په پام کی ونیول شی. د مثال په توګه دهقان حشره کش استعمالوی، ورسته بیا د قارچونو ضد کیمیاوی مواد استعمالوی، د پروسس په کمپنی کی د ځایونو د پاکولو محلولونه او یا د ضد عفوی موادو پاتی برخی باید په پام کی ونیول شی.

 ۳ - فزیکی خطرونه: پدی برخه کی ټول هغه شیان چی د نهایی محصول د مشخصاتو په ورقه کی نه وی لیکل شوی باید په پام کی ونیول شی. د مثال په توګه د لرګی ټوټه ، شیشه، ویښته، نوکان، تکه یا پلاستیک او یا هم د بیلګی په توګه د مڼو په کوتی کی زردآلو وی نو هغه ټول د فزیکی خطر په جمع کی راځی. 

هغه د 5 M  تشریح پداسی ډول ده:

کارمندان  - Man

، چاپیریال،-  Milieu

 خام مواد، - Material

 ماشین آلات ،- Machine

 د تولید میتود - Methode

تولیدی مرحلهد خطر نوعیتد خطر عامل دخطر مخنیوی
وینځل  میکروبیولوژیککارمند ، چاپیریال، خام مواداوبه باید پاکی وی، کارمند باید صحی وی

تشریح: 

په پورته مثال کی وینی چی مرحله *  د میوی وینځل دی* د خطر نوعیت * میکروبیولوژیک*  او عوامل یی * کارمند ، چاپیریال، خام مواد * دی. علاوتا باید ددی څخه ورسته دهغه د مخنوی او د حل لاره هم ورته وویل شی. پدی شکل سره د ټولو تولیدی مراحلو لپاره باید دا کار صورت ونیسی چی دی پروسی ته د خطر تحلیل وایی. 

معمولا کله چی مالی وضع ښه وه نو ماشین آلات دا کارونه ټول کولی شی. فرضا بکتریولوژیک تیستونه، کیمیاوی ټیستونه او یا هم د فزیکی ټیستونو لپاره ماشین الات شته دی. که چیری پیسی نه وی نو بیا باید کتابونو او نورو معلوماتو ته مخ واړول شی تر ځو ورته معلومات راټول شی او دهغه له مخی د خطر تحلیل او د هسپ نوری مرحلی په مخ یوړل شی. 

هسپ (HACCP) د خطر تحلیل او مهمی انتقادی نقطی:

لیکونکی : سید محمد نعیم خالد 

هسپ د لمړی ځل لپاره د ناسا لخوا په 1959 کی د ناسا لخوا استعمال شو او رسته بیا د نړیوال معیار په توګه باندی قبول شو.   چی نن ورځ د codex  او  BRC ، ISO 22000 ، IFS او Global GAP په  معیارونو کی ورڅخه استفاده کیږی. دا یوه وسیله (tool) ده چی د غذایی توکو د مصؤنیت په برخه کی ورڅخه استفاده کیږی. بیا هم د غذایی توکو د مصؤنیت د ټول سیستم نمایندګی نه شی کولی. هسپ یوازی د غذایی توکو دمصؤنیت په برخه کی خاصه نتیجه نلری نو ځکه باید لاندی پروګرامونه هم پکښی شامل وی:

۱.ښه تولیدی عملیات - یعنی په کافی اندازه پاکی اوبه موجودی وی. په کافی اندازه برق یا رڼا موجوده وی، دیوالونه او څمکه په آسانۍ سره د پاکولو وړتیا ولری، د حشراتو او نورو آفاتو په مقابل کی باید مجادله وشی. 

۲.حفظ الصحوی معیارونه - لاسونه باید ووینځل شی، د خوړو په سر باندی باید ټوخی صورت ونه نیسی، ټول خایونه باید د پاکولو د پلان مطابق پاک شی، د هواو د ایستلو لپاره باید مناسب تخلیوی سیستم وجود ولری. 

۳.عملیاتی طرزلعملونه - پدی برخه باید ووایاست چی زه دا مو موخه ده، دا کارونه فعلا کوو او دا اسناد به یی په خپل لاس کی ولرو.

۴.او د کارکوونکو حفظ الصحه باید د هسپ سره جوغت په پام کی ونیول شی - نوکان باید قطع شی، ویښتان باید پټ وی، ساعت او لښتۍ ، غواړکۍ او چارګل باید د کار په وخت کی په لاس باندی نه وی. 

هسپ د ۱۲ مراحلو په ترسره کولو سره چی ۷ آخری مراحل د هسپ د اساساتو په نوم سره یادیږی او په لاندی ډول دی:

۱. د هسپ ټیم باید تشکل شی  - دا ټیم باید د کمپنۍ د هری برخه څخه وی ، څکه چی یوازی د هسپ مسؤل په ټولو شیانو بندی نه پوهیږی. 

۲. ټول هغه محصولات چی کمپنۍ جوړوی باید ولیکل شی - د محصولا معرفی چی څنکه ، د څه شی څخه د چا لپاره او په کوم وخت او په څومره مقدار سره جوړیږی ، ولیکل شی. 

۳. د مستهلک یا مصرف کوونکی شرح - پدی برخه باید تاسی دا واضح کړی چی خپل محصول مو چاته جوړ کړی دی او د YOPI اصطلاح په پام کی و نیسی چی تنکی ځوانان، زاړه ، حامله داری ښځی او د معافتی سیستم څخه ضعیف خلک باید ورپکښی شرح شی. 

۴. د هر محصول هغه جوړیدو مراحل باید د یو چارت په شکل سره واضح شی - پدی برخه کی باید ځینی خاص د اندازی وړ تکی لکه حرارت ، وخت، پی اچ او داسی نور په پام کی ونیول شی. 

۵. د جوړ شوی چارت تصدیق کول - کوم چارتونه چی په څلورمه مرحله کی جوړ شوی دی ، هغه باید په ساحه د تولید کی عملی شی او کوم تغیرات چی اړین وی هغه پکښی رواستل شی.

هسپ د ۷ اساساتو څخه تشکیل شوی دی:

۶.دخطر تحلیل او تجزیه کول ( پدی برخه کی باید فزیکی، بیولوژیکی او کیمیاوی خطرونه د  5M میتود یا خامو مواد تحلیل، د ماشین آلاتو تحلیل، د چاپیریال تحلیل، د افرادو تحلیل تر سره شی). او ورسته د هغه د هغه لپاره د مخنیوی ټکی تعین شی.  

۷.د انتقادی کنترولیدونکو نقطو تعینول (critical control point) ددی برخی لپاره باید د CCP د تصمیم نیونی د ونی په اساس چی د ۴ سوالو څځه جوړ شوی دی، استفاده وشی او د هغه له لاری هغه تعین شی. 

۸.د انتقادی محدودی تشکیلول - پدی برخی کی باید داسی ټکی وټاکل شی که چیری د هغه رعایت ونشی نو ددی امکان شته چی د فزیکی، کیمیاوی او مایکروبیولوژیکی خطرونو زیاتیدل صورت ونیسی. د بیلګی توګی د حرارت -وخت کنترول. د پی اچ کنترول او یا د اوبو د فعالیت کنترول. 

۹. د تشکیل شوو انتقادی نقطو مانیتورینک - دا هغه برخه ده چی باید د جوړ شویو انتقادی ټکیو د ځارنی لپاره باید پروسیجر جوړ کړی. د بیلکی په توګه د د ظرفونو د وینځلو او تعقیم کولو د پروسی  د مقدیت برسی د نظری کنترول او مایکروبیولوژیکی ټیسټ کول دی. چی پدی طریقه کولو شو هغه کنترول کړو. 

۱۰.داصلاحی فعالیتونه تشکیلول - په هغه صورت کی چیری مشکل او یاستونزی سره د کار په جریان کی مخامخ شو نو ځه باید وکړو. د بیلګی په توګه که چیری دمنفی یخی خونی د حرارت درجه د منفی ۱۵ څخه کښته شی نو څه باید وکړو؟ پدی صورت کی باید د یخ ورکونی منبع چک شی، او که چیری خرابه وی نو باید ذر تر زره جوړ شی او یا باید ټول یخ شوی خواړیزه توګه بلی منفی یخی خونی د ۲ ساعتو څخه کم وخت کی انتقال ومومی.

۱۱.د اسنادو ساتنه - ټول هغه اسناد چی د هسپ اړوند وی باید ذخیره او د یو معین وخت لپاره وساتل شی . د بیګلی په توګه د چیپسو د غوړیو د حرارت د درجی فورم، د مثبتی او منفی یخو خونو د حرارت فورم او داسی نور. 

۱۲.تایید - دا هغه مرحله ده چی ټول پورته ذکر شوی کارونه تر سره شی نو دا باید د یوی واکمنی او باصلاحیته داخلی او یا باندنی اداری لخوا صورت ومومی تر څو و پوهیږو چی زموږ د هسپ میتود مفید او موثر دی. 

اځځنه ( ۱۲ فبروری-11):

http://www.fsis.usda.gov/oa/background/keyhaccp.htm