جلغوزي
دځنغوزيو وني :
د ځنغوزيو وني د غوزه لرونکي ونو په خاندان پوري اړه لري چې علمي نوم يي (Pinus gerardiana) دي او د ميو ىنوم يي په انګلسي (Pine nut) او ياEdible pine دي.
او همدارنګه د ځنغوزيو وني (pinacea) په فاميل پوري اړه لري چې پدي فاميل کي ١٠٠ جنسونه سره يو ځاي کيږي چې غوره يي Pinus (کاج) Picea(سرب) Abies (بيجور) Taxus (سربين) Juniperus (د غرنۍ سروه )او داسي نور دي د ځنغوزيو وني Pinus په جنس پوري اړه لري او همداراز و ځنغوزيو ځنګلونه په افغانستان او يو شمير نورو اسيايي او اروپايي هيوادنو کې موجود دي . چې بيلګي يي د سابيريايي ځنغوزي او کوريايي ځنغوزيو په ګوته کولاي شو او محلي نومونه يي په مختلفو مناطقو کې مختلف دي لکه: جلغوزي ،جلوزه ، زنغوزي سلبلو په نومونو ياديږي څرنګه چې ځنغوزي د افغانستان يوه مشخصه ميوه ده شايد په نورو ممالکو کي لدي سره څوګ اشنا هم نه وي .
يوازي په کم مقدار سره دهماليا په غرونو کي پيداکيږي .چې دومره د توجو وړ ندي ګرځيدلي .
په همدي اساس ځنغوزي يوازي په افغانستان کې ډير پيداکيږي .
دځنغوزيواقتصاديغذايياهميتاو ارزښت:
ځنغوزي يوه مغز لرونکي ميوه ده چې په هغه کي 7.5%ر طوبت او3% معد ني مواد لري ١٤% پروتين ، ٤٩% شخم ، ٢١% کاربو هايدريت ٢٢% الياف چى دا معونى مواد عبارت دي له F2,P,Ca او پکتيت څخه دي همدارنگه شخمي اسيدونه هم لري لکه پالمتيک اسيد، سنداسيد او ريگ شته .
د نباتاتو او ميوه جاتو اسيدونه او داسي نور په کال ١٣٦٧ ه ش کي د يوي مقداري کميټي پواسطه چې د کابل د زراعت د پوهنځي له رياست څخه دوه نفره چې يو د فارمسي پوهنځي اد بل د زراعت او مالداري پوهنځي څخه و پواسطه تدوين او ترتيب او دولتي کميټي ته طبقه او پلان ګذاري شوه او بعضي ميتودونه د ځنغوزيو د تعين په خاطر په دروست ډول نوم ګزاري کړل .
د پکتيا ځنګلونه مهمه برخه طبعي ځنګلونه دي چې په هغه کي دنا جو ځنګلوت، سروه ،څيړۍ ، لمنځه ، ځنغوزي ، او بخته، نښتر، او سرپ شامل دي چې دا ځنګلونه د سټوکنډو نه ځدراڼو ته او له خو ست نه تر منګلو څمکنيو او تر اريوب ځاځيو پوري ادامه لري .
د پکتيا ځنګلونه اکلو جيکي او اقتصادي اهمت او ارزښت لري چې عموماً په بي رخمانه ډول قطع شوى او قطع کيږي چې ځني په داخل د افغانستان او ځني په خارجي يا ګاونډيو هيوادنو کي پلورل کيږي چې که هغه چر تراش په خاطر وي او يا د سوخت په منظور وي د ځنغوزيو ونو شتوالي پدى ساحه کې د خلکو او منطقي لپاره خاص اهميت لري .
د ځنغوزيو راټولولونه او خرڅوني له خوا اقتصادي منابعو د موجوده ساکينونو او يا اوسيدونکو لپاره شميرل کيږي او پدي توانيدلي چې ددي ساحي ځنګلات له قطعه کولو څخه وژغوري او د نموني فصل په دوران کې چې وني تخم نيسي د نوموړي ساحي ميشته خلک نر او ښځي ،ماشومان (خام) د تخم راټولو لپاره سره يو ځاي شوي او يو تعداد خلک د هغوي په ورته کولو (پخولو) او خريد او فروش کي مصروف وي .
په اوسط ډول د يو فاميل عايداد په دي فصل کي په حدود دي (٥٠٠٠) زره افغاني يا (٣٠٠)امريکايي ډالر د ځنغوزيو د خرڅولو له لاري لاس ته راوړي .
همدارنګه په راټولولو خرڅولو د چراغ لرګي چې مخکي به ددي څخه په اور لږدونه او روشنايي کي ورڅخه کار اخستل کيده او د يو ماميل د عايداتو ښه منبع ګڼل کيږي کيده .
د تيرو کالو په جريان کي يعني (١٢٨٥)ه ش د کال په حسابداري کې د ځنغوزيو توليدات په پکتيا حصوصا د منګلو د جاني خيلو په ولسوالۍ کې په حدودو د ٣٥٠ ټنه توليده ول .
په هغه وخت کې يو من په( ٥٠٠) پنځه سوه افغاني خرڅيده هغه خلک او قومونه چې پدي ځايونو کې ژوند کوي پدي ځنګلونو کې سهم لري او ددغه ملکيت حقوق يي په خاص ډول ځان ته غوره کړيدي.
د هر فاميل حقوق د هغوي د نفرو په تعداد پوري تړلي شويدي کوم چې په يو فاميل کي ژوند کوي چې د عمر په اساس او د قوي مرکو له لاري توزيع شويدي .
عنعنوي قوانين پدي ساحو کې د ملکانو يا مشرانو لخوا مراعات کيږي بعضي شخړي هم د ځنګلونو په تقسيم
باندي منځته راځي چې په نتجه کې دغه ساحات د همدي شخړو په اساس ولاړ پاتي کيږي .
په همدي ډول دا خلک يو بل ته د هغوي د قطع کولو اجازت نه ورکول پرته له اقتصادي عوايدو او ددي ځنګلونو له ميوي څخه بدبختانه پدي وروستيو کلونو کې د چرتراشو خرڅونه او هغوي صادرول نژدي ګاونډيو هيوادنو ته هغه عوامل دي چې د ځنګلاتو قطع کول په يو کسيز ډول هم تر سره کيده او دا واضعه تر هغه وخته پوري ادامه پيداکوي ترڅو چې ددي کسانو لاس لنډ او جدي محافظتي تدابيرونه ورته ونيول شي تر څو زمونږ د ګران هيواد ښکلا ، اقتصاد او شتمنى يو پردوه شوي او د نورو ګاونډيويانو سره په سيالۍ کي سيال شي .
د انتشار ساحه :
د ځنغوزيو ځنګلونه د ژوند له پلوه د پنتيم او ټيټو ساحو کښي قرار لري چې زياتي وني په دي طبقه کښي عبارت له ځنغوزيو څخه دي چې د پکتيا ، لوګر ، کاپيسا ، کنړونو ،لغمان او دننګرها ر ولايت دخوږياڼو د سپېن غره په لمنه کى دا نوموړي وني د بحر د سطحي څخه m ١٨٠٠څخه تر m ٢٣٠٠ پوري ارتفاع لري او د نوموړي طبقي خاوري معمولا نيمه سطحي او په بعضي ځايو کې سطحي او حتى ريګزاري دي .
او همدارنګه اقليم ئي مرطوب او کلنې اورښت ئي mm ٦٠٠-٤ ملى متره پوري ريکارډ شويدي .
چې دغه طبقه د Pentiume په نوم ياديږي .
او همدا راز نيله ايز سيستم ئي ميله ډوله دي او په خاورو کې د رومي او داسي خاوري خوښوي چې طبعي او مصنوعي جرونه ولري ځکه چې جرونه د اوبو ډنډو او د خاوري د جبه زار کيدو مخنوي کوي دغه ډول خاوري د ځنغوزيو د ونو لپاره په زړه پوري ګڼل کيږي او د زيم سره نه پخلا کيږي خاوري بايد د غذائي موادو د درلودلو له پلوه شتمني او تازه او ښيرازه وي .
د ځنغوزيو ونې د نښترو د ونو پرتله لږي رڼا ته پوره اړتيا لري او هم ټاکلي اوبه او هوا د اقليم نه غواړي . يعني په هر ډول شرايطو کې وده او ژوند کولاي شي او په ځنګلونو کې هم له نورو ونو څخه جلا وده کوى او هم د نورو ځنګلي ونو سره ګډه ځنګلي ټولنه جوړوي .
نباتي حصوصيات :
د ځنغوزيو ونې بطي نمو لري ولي قوي تني لري چې د هغوي ارتفاع m ٤٥ او د محيط ساحه ئي ( ٣ – ٢ ) مترو پوري رسيږي او د ٤٠٠ - ٣٠٠ کالونو پوري عمر لري او دغه وني هميشه شني ( هميش بهار ) يا Ever green دي نوي نودي ئي تيز شين رنګ لري يا تيز شين زيتوني رنګ لري او همدارنګه ستن لرونکي غوندي پاڼي لري .
او په يو بنډل کښي پنځه عدده ستني موجودي وي چې د ستنو طول ئي ( cm ١٥ - ٥ ) پوري رسيږي .
د ځنغوزيو ونو ساقي مستقيمي وي او د نصواري رنګه خړو چاودلي پوستکي پواسطه پوښل شوي وي او د وني بڼه ئي شړمه او يا خپره او ځانګوره وي . او همداشان د لرګي رنګ ئي زيړ نصوراي وي چې له دي لرګيو څخه په صنعت کښي لکه خطا کي يعني ( ساز سامان ) او نورو لوکسو سامانونو په جوړولو کې ور څخه استفاده کيږي .
او د ځنغوزيو د ونو پخي شوي غوزي نسبتا لوي او بضوي شکل لري او د غوزي اوږدوالي ئي mm ١٣٠ – ١٢٠ پوري رسيږي او د دوي ميوي محروطي شکل لري چې طول ئي mm ١٢ -١٠ پوري رسيږي چې د زنغوزيو په نوم ياديږي .
په هغه وخت کښي کله چې د غوزي نه خارج شي زنغوزي ورته وايي . د ځنغوزيو وني په غمومي ډول د ريزين ( يژي ) په لرلو سره ډير زر اوراخلي .
د ځنغوزيو وني د يو متر مکعب لرګي د kg ٧٥٠ - ٧٠٠ پوري وزن لري .
په ځنغوزيو کښي د اقاح عمليه :
په ځنغوزيو کې د القاح عمليه :
د القاح عمليه د ګرد افشاني څخه وروسته يو کال صورت نيسي يعني د جنيونو د انګشاف عمليه په دوهم کال صورت نيسي ( دوه کاله وروسته د ګرده افشاني څخه )
او د ځنغوزيو ونو غوزي چې پخي شوي وي ډېري لوي په بضوي يا محروطي شکل لرونکي وي . نو لدي کبله د ځنغوزيو وني هر کال حاصل نه ورکوي او پدي اساس د هغوي نرخ په تجارتي مارکيتونو کې او بازارونو کې ثابت يا يو شان وي او د ځنغوزيو وني د عمر په لخاظ د ١٢٨ څخه تر ١٣٠ پوري غوزي نيولي شي .
چې د ميوي تعداد ئي په هر غوزخ کې له ١٠ څخه تر ٧٠ پوري رسيمي چې يو کيلو ګرام ئي په تحميني ډول ٢٨٢٠ عدده ميوه کيږي .
د ځنغوزيو ونو ميوه معمولا د ميزان او عقرب په مياشتو کشي پخيږي او د هغوي د غوزو د راټولو قابليت لري په غوزو کې ډير شمير ځانګي ( خاني ) موجودي وي او په هره څانګه کې ئي ( ٢ ) تخمونه تشکليږي.
د ځنغوزيو څخه لاس ته راغلي نيني شوي تخمونه بيا د خرڅلاو لپاره بهرانيو او يا په داخلي بازارونو کې وړاندي کيږي .
د افت وهلو ځنغوزيو د اندازه ګيري طريقي:
١ - نه رسيدلي سالم ځنغوزي ښه ميده او سره محلوطه و او په لين مائير کې ئي اچو او بالاخيره د هغوي له پاسه اوبه علاوه کوو تر څو شين بخن رنګ غوره کړي .
٢- وروسته له ١٥ دقيقو څخه هغه ته جوش ورکوو د ځنغوزيو منځ ( مغز ) دافت وهلوو له نظره معينه او د افت وهونکو مغز د لاندي رابطي په اساس محاسبه کيږي .
١٠٠ x په مجموعه کې د ځنغوزيو مغز تعداد = د ځنغوزيو افت وهونکو فيصدي او د افت وهونکو ځنغوزيو معز اندازه – د ځنغوزيو د اساتفادي وړ لخاظه .
١: - د ځنغوزيو ميوي په ونو کې وروسته په پخوالو په خام ډول خوړل کيږي .
٢: - د د ځنغوزيو ميوي وروسته له يو داغ څخه داستفادي وړ ګرځي .
٣: - په حدود د % ١٠ کې د ځنغوزيو وړه له نورو وړو سره محلوط او له هغي څخه د ډوډي په پخولو کې ګټه اخسيتل کيږي .
٤ :- د ځنغوزيو ميوي له کشمشو سره ورسته له ډوډي څخه د شين چاي سره د وچي ميوي په شکل خوړل کيږي .
٥: - په يوه نوعه شوله کښي يعني ددي شولي په پخولو کې چه دي نظر بي بي په نوم ياديږي ور علاوه کيږي .
٦:- د ځنغوزيو ميوي څخه د ځينو خوږ اوازو مرغانو په تغذيه کښي هم استعماليږي .
٧:- د ځنغوزيو ونو د ميوي غوړي او شيري څخه چې شين زيړ ته مائيل رنګ لري او د ځينو امراضو په تداوي کې په خاص يا محلوط ډول د ځيني طبعي نباتاتو سره يو ځاى د استفادي وړ ګرځي .
٨ : - د ځنغوزيو د طبعي کنډ ( ژاولي ) چي انګليسي کې ورته Gum وايي په ځينو محلي او کليوالي سيمو کې د زخمونو د تداوي لپاره ور څخه کار اخيستل کيږي .
قوريه :
د قوري او يا روزنځاي اصطلاح ( Nursery ) هغه ځاي ته ويل کيږي چې په هغه د ونو نيالګي روزل کيږي او روسته د هغي دايمي ځايونو ته انتقاليږي .
احيانا ځنګلونه اکثره د نيالګيو په وسيله په قوريه کې روزل کيږي تقريبا ټول نيالګي چې په قورته کي تر بيه کيږي د تخم څخه لاس ته راځي .
مګر يني انواع يي لګه پنجه چنار ، ولي ، خرولي ، سفيدار ، بيد انځر د قلمو پواسطه تکثر کيږي .
که چيري تير تاريخ ته نظر واچوو په افغانستان کې محدود قدمونه د ځنګلونو د احياً په برخه ګښي اخيستل شوي .
يوازي د پکتيا د انکشاف پروژه په کال ١٣٤٢ څخه تر ١٣٥٦ پوري د ځنګلونو د احياً په برخه عملي او مالي قدمونه اخيستي .
د خوست او کوټکي په قوريو کې په لس ګونو زرو نيالګي د غرسي ( کيښولو ) د پکتيا په مختلفو ځنګلونو کې تهيه کړيدي د پغمان قوريه چې په ١٣٣٤ کال کې تاسيس شويده .
د زينتي ونو د نيالګيو په تهيه کولو کې مثبت ګامونه اخيستي دي او همدارنګه د غير زينتي وني يي د ښاري پارکونو او د کابل د ځيني کليوالي برخو لپاره تهيه کړيده او همدارنګه کولاي شو چه قوريه په دوو د ستو تقسيم کړو :
١: - موقتي قوريه :
موقتي قوره معمولا د هغو نيالګيو د تهيه کولو په منظور چې محدود نمو ئي فصل ولري د ځنګلداري پروژه کې شامليږي .
موقتي قوري معمولا په هغه ساحو کې چې احيايي ځنګلونه مثلا : د پکتيا يا احداث ( د ترکستان ) چمن زاري ځمکي موقعيت لري .
موقتي قوري بايد د ( ٢ – ١ ) کالو مخکي له ځنګل کاري ساحي څخه معين شي .
د موقتي قوري د توليد ظرفيت د( ١٠٠٠٠ – ٥٠٠٠ ) پوري نيالګي په هر فصل کې وي .
په موقتي قوريو کې معمولا يو کلن ، دوه کلن او په کمه اندازه دري کلن نيالګي توليد يږي موقتي قوري معمولا د محروبه ځنګلونو يا دلږي مودي پروژو تر څنګ په چمن زارو مناطقو کې تعين کيږي .
او همدا شان معلق او على سامان الاتو ته او موادو ته ضورت نه لري وروسته دري قوري نه خپل دايمي ځاى ته وړل کيږي او په دايمي ډول هلته ځاپه ځاي کيږي .
دايمي قوريه :
دايمي قوري معمولا د لويو پروژو او زياتو نيالګيو روزني په هکله تعين کيږي .
او د هغوي روزنه د اوږدي مودي د ځنګلونو په خاطر تثبيت کيږي علاوه ددي څخه دايمي قوري زيات شمير نيالګي په داخلي او خارجي بازارونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندي کيږي ددي ډول قوري ظرفيت او کلني توليد د يو ميليون نيالګيو څخه زيات دي په همدي منظور په دايمي قوريه کې د زياتو نيالګيو په منظور کافي سرمايه او فني اشخاصو ته ضرورت دي .
همدارنګه دايمي قوري بايد د دايمي اوبو لرونکي وي او په همدي ډول دايمي تعميرات د فني وسايلو د ايښودلو لپاره ولري همداشان د هر رنګه امراضو او افتونو څخه محفوظ وي او که د کوم مرض نښي وليدل شي نو فورا د هغوي لپاره بايد معين تدابير ورته ونيول شي .
او د هغوي د مناسبو اوبو لږول ، د مناسبو سرو استعمال او د خاوري خاصلحيزي بايد په نظر کي ونيول شي .
٣: - د انواعو انتخاب :
د مناسبو ونو د انواعو انتخاب او دهغوي کښت په قوريه کې د ځنګلونو د احياء لپاره د دوي د موقعيت په لاره کې يو مهم ګام دي .
بومي ( اصلي ) وني چې د هغوي تکامل د ميليونو کالونو راهيسي چې په خاصو جغرافيي او اقليمي شرايطو د نوموړي ساحي سره توافق کړي دي او د هغو انواعو ته اولي حق ورکړل شوي دي چې خارجي هيوادونو ته انتقاليږي .
ددي باوجود داخلي نوعي ئي نظر خارجي نوعوته ښي دي مګر خارجي نوعي ئي بايد د نظره ونه غورځول شي .
د خارجي انواعو د ودرولو لپاه بايد له ډير احتياط او دقت څخه کار واخستل شي او د نوموړو موجوده ونو ايکولوجيکي شرايط بايد مطالعه شي او تقريبا مشابه او اهمي نقطي ئي بايد تعين کړل شي .
او راورد شوي نيالګي هدف پايد روشان او وروسته د ازمايښتو او تجربو څخه کښت اوارزيابي شي .
او هرکله چې د څو کلنو تجربو نتايج وڅيړل شي او د هغوي وارد کول په اقتصادي لحاظ ګټور او د بومي انواعو سره بايد مقايسه شي .
د ممتاز والي په صورت کې بايد تکثير او انتشار ورکړل شي مګر هغه نوعي چې بدون د مطالعي او تحقيق څخه هيواد ته واردي شي وروسته له واريديدو څخه زيات مالي ( خطر ) زيانونه او همدارنګه د ايکو سيستم د تعدل د ګډوډيدو سبب ګرځي .
بعضي وخت د خارجي انواعو رشد ممکن په دي اندازه زيات دي چې غالبي نوعي يا Dominant spp حالت ته ورسيږي چې د بومي نوعي انتشار باالخصوص نادر انواع ( صبر ، صنوبر ، سروا ، ځلغوزي ) مخنوي وکړي .
او ددوي ژوند متحد وي .
او همدا شان ارثي زخاير ( Genetic pool ) چې د ايکو سيستم د بقاء لپاره ضروري دي زر يا وروسته له مينځه يوسي .
دا مسله بايد سرسري ونه ګڼو او هغوي ته بي اعتباره نشو ځکه چې څو ځله را ثابته شويده هغه نوعي چې هيواد ته راوريدي شويدي او يا په خاص ډول کره ( براعظم ) ته لاره پيدا کړيده زيانمن عواقئيب يي منځته راوړي دي او د توجو وړ حصارات ئي هغه هيواد ته رسولي چې ډير مثالونه ئي وجود لري چه د هغوي ګنجايش پدي واړه رساله کي نا ممکن دي خارجي متخصيصين د هغو انواعو او نباتاتو چې نورو ....
هيوادونو کې د هغوي کر ګټور ده مونږ ته توسع کړي . بايد دغه توسع د نورو توسعو سره چې په مزريعه کې ازمايش شوي جواب ورکړو .
د ځنغوزيو د راتولو طريقي :
لکه څرنګه چې ځنغوزي د هميشه لپاره شين نبات دي او دا خپلي مخروطي غوزي دميزان له لسم څخه شروع کيږي اودعقرب د مياشتي تر اخر پوري د ځنغوزيو هغه داني چه په غوزو کې قرار لري پخيږي کله چې د ځنغوزي غوزي پخي شو نو د مهلي خلکو لخوا په ټولنيږ او په يوازي توب د ځنګل په طرف ځي او د خپلي فايدي لپاره ئي راشکوي او د ځنغوزيو ټولونه په لاندي ډول سره صورته نيسي .
١:- خلک د يو ااوږد لرګي پواسطه چې ددي لرګي په سرکري د لور په شکل چنګک لري چې ددي چنګک پواسطه د ونو څخه غوزي پري کوي او همداشان ځيني خلک د لاس پواسطه راټولوي او څه وخت چې دا غوزي راجمع کړي د نقليه وسايطو په واسطه د ځنګل څخه کورونو ته انتقالوي او په کور کې يي په وچ ځاي او سيوري کې تر يوي مياشتي پوري زخيره کوي او هره ورځ ورباندي دوه يا دري ځلي اوبه شيندي او د قوس د مياشتي سړه هوا په راتلو سره په غوزو باندي تاثير کوي چې په نتيجه کې ټولي غوزي د ژاولي څخه وچيږي او وروسته د يو لرګي پواسطه ټکول کيږي او د هغه داني چې په غوزو کې موجودي وي په اساني سره تري راوزي او د استفادي وړ کرځي .
د ځنغوزيو د تخم د شين کيدو قوه چې راسا په زمکه کې کرل کيږي د هغه په تازه ګې پوري اړه لري چې دا تخمونه په قوريه کې د ٢٠ د عقرب څخه د قوس تر اخيره پوري چې هوا مساعده وي واوره او يخ په زمکه باندي نه وي او د پسرلي په موسم کې د حمل د مياشتي څخه شروع د ثور تر اخيره پوري دوام لري يعني تخم کرل کيږي .
د ځنګلونو اهميت :
١: - د لرګيو څخه يي په مختلفو برخو کې کار اخيستل کيږي لکه تيرونه ، کړکي ، دروازي ، ميزونه ، پنسل او کاغذ جوړولو کي .
٢: - د هوا تصفيه – ځنګلونه د طبيعيت د فلتر او ښارونو د شنه شيريان په نوم ياديږي د سوسي څيړنو په وينا يو جريب ځنګلي ساحه ٣٠ ټنه خاوره او دوړي په خپلو څانګو يا پاڼو کې زخيره کوي ( جذبوي ) .
٣: - د سيلابونو څخه مخنوي – د ونو ريښي ځمکه ټينګه ساتي او د سخت باران د زيان مخنوي کوي .
٤:- د وخشي ژويو پناه ځاى : الوتونکي مرغان د ونو په څانګو کې ځالي جوړوي او هګۍ پکښي اچوي همداشان وخشي څيرونکي لکه : ليوان پړانګان ، زمريان ، په ځنګلونو کې ژوند کوي .
٥:- د غذايي موادو توليد : - ځنګلونه نيغ په نيغا او يا په غير مستقيم ډول د غذايي موادو د توليد سرچيني دي لکه ځنګلي فريشونه چې په کوم ځاى کې وي هلته سمارق په ښه ډول پيدا کيږي .
٦:- د چاپيريا تعادل : - ځنګلونه د باران وريدو په اندازه داب هوا او د تودخي درجي ته تغير کي زياته ونډه لري د ځنګلي ساحي په نسبت د غير ځنګلي ساحي د حرارت درجه په سلو کي لس درجي زياته وي .
ځکه خو د ځنګلونو ختميدل د وچکالۍ د پيښيدو او د سيلابونو سبب ګرځي .
٧:- د سون مواد : - د افغانستان خلک په سلو کي ايتا د سون مواد د ځنګل څخه په لاس راوړي .
ماء خذونه :
١: - ناصري ( ع ) ن ( ١٣٦٧ ) ځنګلداري عمومي پوهنتون کابل ١ – ١٧٦ .
٢: - Nedial Kob, S.T ( 1973) Etude Sur – La Management des forest en AFG. FAO .PP 10 – 35 .
٣:- حسنيار،س،ا،م، ( ١٣٦٤ ) د افغانستان طبعي ځنګلونه ص (٣٨-٤٠)
٤- د ملکيار غ، ح، د چاپ کال (١٣٨٣) د افغانستان د ژوند محيط او د ساتني محيط اداره ص (٨٨-٩٠).
٥- ناصري غ، ن، د چاف کال (١٣٨٤) ليکچر نوټ مضمون احداث ځنګل ص (٧٩-٨١).
٦- سرحدي ،م،ا، تجار له خولي د جنغوزيود مارکيټ معلومات .
دغذایی موادو د کیفیت، محفوظیت ، ساتنی ،پروسس او پرمختګونو معلوماتی بلاګ