د مایونیز جوړول - Mayonnaise manufacturing

چمتوکونکی: سید محمد نعیم خالد - ۲۰ جون ۲۰۱۲


مایونیز د غوړو او اوبو یو ایمولشن دی چی کابو ۸۰ سلنه غوړ لری. په معمولی ډول سره ۸۰ سلنه نباتی غوړ ،‌ ۶ سلنه د هګیو زیړ ، ۴ سلنه وینګار یا سرکه ، ۱ سلنه بوره ، ۱ سلنه مالګه ، ۰،۵ سلنه مرچ او مصالحه ، ۷،۵ سلنه اوبه لری. 


د پورته یادو شویو مواد ترځنګ ورته ژاولی او ټینګوونکی مواد لکه نشایسته هم ورته علاوه کیږی چی هغه ته یی خاص غلظت او د ټولیدو او ایمولشن وړیتا ورکړی.‌ 


په لویو کمپنیو کی د مایونیز د تولید پروسه په نیمه اتومات شویو ماشینونو کی تر سره کیږی.‌


 د تولید مراحل: 

۱ - اول هګی یا د هغه پوډر په اوبو کی حلیږی او د ایمولسیفایر په توګه دنده تر سره کوی

۲ - ورسته د هغه څخه د وینګار ورته علاوه کړی او ښه یی مخلوط کړی

۳ - بیا ورته یوه قطره غوړ په فوری ډول سره علاوه کیږی او ښه مخلوطیږی 

۴ - بیا ورته باثباتوونکی یا Stabiliser  ، او ساتونکی preservatives علاوه کیږی. 

۵ - بیا ورته مصالحه باب علاوه کیږی او تر هغه وخته پوری سره مخلوطیږی چی اوبه یی بیخی کمی شی. 

۶ - بسته بندی یی صورت نیسی

۷ - او په یخه خونه کی باید وساتل شی. 


که چیری د هګۍ زیړ پیدا نشی نو تاسی کولای شی چی د مصنوعی ایمولسیفایرونو څخه لکه Lecithin ،‌ Lipovitellin  او یا Levetin څخه استفاده وکړی.


۱ - په لوړه کچه د تولید لپاره یی لاندی وسایل پکار راځی:

۲ - د مخلوط کولو او ذخیر ټانک

۳ - سنتروفیوجی پمپ

۴ - تیوبی یا سطحی دحرارت تبادله کوونکی 

۵ - د ګرمو اوبه د تمویل ماشین

۶ - د ساتلو لپاره پیپ

۷ - د کنترول سیستم -  دحرارت ، پی اچ‌،  د شحمو د کنترول سیستم

۸ - د ځای په ځای پاکولو یا CIP سیستم باید موجود وی.‌


د تاکسینو ضد نوی کیمیاوی ماده - Antitoxin for bacterial toxins

ژباړن : سید محمد نعیم خالد - ۲۰ جون ۲۰۱۲


د Tufts پوهنتون ځیړونکو یو داسی قوی او مؤثره ماده جوړه کړی ده چی په بدن کی کوم زهری مواد موجود وی او هغه ضعیف کړی. زهر یا ټاکسین په بدن کی د مضره بکتریا لکه Clastridium botulinum او یا د E. coli ځینی خاص سټرینونه د انسان په بدن کی د زهرو د تولید لامل کیږی چی کله کله د مرګ سبب کیږی.‌ 


تر ننه ورځی پوری د بدن د تقویی په خاطر تر څو چی وکولای شی چی د ددې زهرو په مقابل کی مقاومت وکړای شی نو د مصؤنو حیواناتو د انتی باډۍ څخه به یی استفاده کوله. دی نوعی معالجی معمولا صحت ته تاوان لرلو د بیلګی په ډول سره د سروم ناروغی ، ناپیژندل شوی ویروسونه  او ددی ترځنګ قیمت یی هم لوړ دی.‌ ضمنا ټاکسین له منځه نه وړی بلکه د هغو د غیر فعالتوب سبب کیږی چی د بیا حملی احتمال یی زیات وی. 


د خوښۍ ورځ ده چی د یاد شوی پوهنتون ځیړونکو یوه داسی ستراتیژی جوړه کړی چی دهغه په ترځ کی به یو واحده انتی باډی مختلفو ځایونو ته چی په هغه کی ټاکسین ځای په ځای کیږی ، هدایت کیږی. پدی ډول سره په ټاکسین باندی قوی تاثیر کوی او هغه د بدن د سیستم څخه مینځی. 


د بحری نباتاتو څخه استحصالیدونکی جل کوونکی مواد Seaweed and get products

لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۱۲ جون ۲۰۱۲


پدی پولی سکارایدونو کی اګر، الجینیټ ، او کاراګنن شامل دی. د نورو شاولو سره ورته تر خاصو شرایطو لاندی د جیل جوړولو وړتیا لری. 


کارګنن 

د سره بحری نبات څخه په لاس راځی په خاص ډول سره د ایرلندی موز څخه ډیر استحصال کیږی. مهمی نوعی یی Kappa ، iota او Lambda کارګنن دی.‌ هر یو یی د ګلکتوز د پولی میرونو څخه تشکیل شوی دی او په ډیر کم مقدار سره سلفیتی ایسترونه لری نو ددی له کبله نادر منفی چارجونه لری. د پوتاشیم د آیونونو سره ډیر قوی جیل تشکیلوی. مګر لمبدا کارګنن ډیر منفی چارج لری نو ددی په خاطر ښه جیل نه شی تشکیلولی. آیوټا کاراګنن د کلسیم د آیونونو سره ښه تشکیلوی. 


د کاراګنن پورته یادی شوی انواع په مختلفو تناسبونو سره یوځای کیږی او د هغه څخه دخوړو په پروسس کی ګټه اخلی. کارګنن د شیدو د محصولاتو په خاصه توګه ایس کریمو ، پروسس شوی پنیر ، تبخیر شوی شیدی ، دشیدو چاکلیت او داسی نورو  دثبات لپاره علاوه کیږی، کله چی کارګنن یادو شویو محصولاتو ته علاوه شی نو هغه د پروټین سره تعامل کوی او په پایله کی د هغه د ثبات لامل کیږی. 


اګر 

اګر هم د بحری نباتاتو څخه لاس ته راځی. اګر د هغه د قوی جلی خواصو له کبله ډیر شهرت لری. د اګر جیل د حرارت په ورکولو سره مایع حالت ته ځی او کله چی حرارت کم وی نو بیرته جامد حالت ځانته غوره کوی. دوه ډوله لری یو یی Agarose او بل یی Agaropectin دی . دواړه ډوله یی د بیتا ډی او الفا ال ګلکتوز څخه تشکیل شوی دی. اګرو پیکټین په خپل ترکیب کی د سلفټو ایستر هم لری. 


الجینټ 

الجینټ د نصواری بحری نبات څخه لاس ته راځی. په خپل ترکیب کی ډی مانورونیک اسید او ال ګولورونیک اسدی لری او د کلسیم په شتون کی جیل تشکیلوی. 

Listeria control in meat دلیستریا کنترول په غوښه کی

لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۸ جون ۲۰۱۲


لیستریا په خاوره، اوبو او ځینی حیواناتو کی پیدا کیږی.‌ همدا شان په شیدو، غوښه اود هغه محصولاتو کی چی د شیدو څخه جوړ شوی وی، ورپکښی پیدا کیږی. لیستریا یو د هغه بکتریا څخه شمیرل کیږی چی د خوړو څخه پیښدونکی ناروغۍ په لوړه کچه منځ ته راوړی. په خاصه توګه هغه محصولات چی ډیر حساس دی .د انکیوبیشن دوره یی د ۳ څخه ۷۰ ورځو پوری ده. خاص علایم یی عبارت د تبی، عمومی بدنی ضعف ، استفراق او ځینی وخت اسهال دی. هغه ناروغی چی د لستریا په واسطه منځ ته راځی د Listeriosis په نامه سره یادیږی. 


یوی امریکایی کمپنۍ د Kemin په نامه سره د پروپیونیک اسید څخه جوړ شوی انتی میکروب څخه په استفاده سره په تیاره شوی غوښه او د چرګانو په غوښه کی لیستریا تر کنترول لاندی راوستلی ده. 


دا کمپنۍ ادعا کوی چی دا محصول د BactoCEASE په نامه سره یادیږی ، کم قیمت لری ، او د لیستریا بکیتریم کنترولوی، میکروبی فاسدونی څخه مخنیوی کوی، د محصول عمر زیاتوی او او ضمنأ د محصول محفوظیت هم اطمنانی کوی. 


ویلیام شریوډار د ددی کمپنۍ د ځیړنی او انکشاف دبرخی مسؤل وایی چی تر ننه ورځی پوری په نړۍ کی یوازی Lactate د لیستریا د کنترول لپاره استعمالیدل مګر موږ وتوانیدلو چی دا نوی محصول په مناسبه بیه سره مارکیټ ته ارایه کړو. 


داسی ویل کیږی چی BactoCEASE دغوښی په طعم باندی منفی اغیزی نلری او تر ټولو ښه ګټه یی داده چی په نهایی محصول کی په کم مقدار باندی سودیم چی نن ورخ دهغه د کمولو لپاره هځی کیږی، پاتی کیږی.  


لیستریا په یخچال کی هم اوسیدلی شی نو ددی له کبله د پروسس په وخت کی یی د حل لاره د خوړو ښه پخول او پاستوریزشن دی. 

د ماورا څخه لوړ حرارت په مرسته د خوړو پروسس کول - UHT food processing

لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۵ جون ۲۰۱۲


پاستوریزیشن په شیدو کی د ټولو پتوجنیکو مایکرواورګانیزمونو د وړلو لپاره تر سره کیږی مګر دا پروسه په شیدو کی د حرارت سره مقاوم سپورونه له منځ نشی وړلی. تعقیم کول یا Sterilisation بیا هغه حالت ته وایی چی ټول مایکرواورګانیزمونه په بشپړه توګه له منځه وړی. په غذایی صنعت کی یوه خاصه اصطلاح ورته پکار وړل کیږی چی د صنعتی تعقیم کولو یا Commercial sterilisation په نامه سره یادیږی چی پدی صورت کی حتمی نده چی یو محصول باید په بشپړه توګه د مایکرواورګانیزمونو څخه خلاصه وی بلکه د هغوی موجودیت د محصول د فاسدو او یا هم د ناروغیو د رامنځ ته کیدو لامل نه کیږی. 


په قطی کولو کی یوه ستونزه موجود ده چی حرارت باید منځنۍ نقطه کی هم په همغه اندازه وی چی کوم معیار ورته ټاکل شوی دی. نو پدی صورت کی د قطی په ځنګونو کی محصول د لوړ حرارت له امله خپل حسی یا اورګانولیپتیک خواص له لاسه ورکوی. دا حادثه معمولا د اوږد وخت او کم حرارت په ورکولو سره پیږیږی. 


شیدی هم په صنعتی ډول سره تعقیم کیږی چی د معمولا د حرارت درجه یی د ۱۰۰ درجو د سانتی ګراد څخه لوړه وی او بسته بندی یی غیر هوایزه قطیو یا بستو کی تر سره کیږی.‌ شیدی کیدای شی چی د بسته بندۍ د مخه یا ورسته تعقیم شی. 


د ماورا څخه لوړ حرارت یا Ultra High Temperature (UHT)  معمولا د محصول تعقیم کول مخکی د بسته بندۍ څخه دی او په هغه بستو یا قطیو کی اچول کیږی هغه باید مخکی له مخکی تعقیم شوی وی او د بوتلونو یا بستو او یا قطیو ډکول باید په تعقیم شوی چاپیریال کی تر سره شی. پدی ډول پروسس کی حرارت د ۱۳۵ درجی د سانتی ګراد او ۲ څخه تر ۵ ثانیو پوری دوام مومی. 


د ماورا څخه لوړ حرارت په مرسته ځینی پروسس کیدونکی محصولات:

۱ - مایع محصولات : شیدی، جوس ، کریم ، مستی‌، شراب ، د سلاد لپاره مایعات

۲ - هغه خواړه چی کوچنی ذری لری: د اطقالو خواړه ، د رومی بانجانو محصولات، میوی ، دسبو جوس او سوپ یا ښوروا

۳ - هغه محصولات چی د غټو ټوټو څخه جوړ شوی وی: قورمه


د ماورا څخه لوړ حرارت یا (UHT) پروسس کولو فوايد:

محصولات په آخر کی دیو ښه مایکروبیولوژیک کیفیت لرونکی وی.

محصولات د یو اوږد عمر درلودونکی کیږی.

په هر نوع بسته کی صورت نیولی شی.

بسته بندی یی نسبت نورو پروسس ډولونو ته ارزانه ده.


د ماورا څخه لوړ حرارت یا (UHT) میتودونه :

دوه میتودونه وجود لری یو یی مستقیم او بل یی غیر مستقیم حرارت ورکول دی.


 په مستقیم حرارتی سیستم کی محصول په نیغه د پاکو اوبو د بخار سره په تماس کی راځی او ګټه یی داده چی محصول د کم وخت لپاره په لوړ حرارت کی ساتل کیږی.‌ نو پدی ډول سره د محصول کیفیت به نه خرابیږی. په مستقیم ډول سره د حرارت سره تعقیم کول په دوه لارو سره صورت نیسی یو یی د تزریق لاره ده بل یی د شیندلو لاره ده. 


په غیر مستقیم سیستم کی محصولا او د حرارت ورکولو منبع په مستقیم تماس کی نه سره راځی او هغه د ماشین د سطح په واسطه سره بیلیږی. چی مختلف ډولونه د حرارت د تبادلی لپاره ورته پکاریږی د مثال په ډول پلیپ ، تیوبی او پوښل شوی تیوب ډولونه یی ډیر په کار وړل کیږی. 

دشیدو پروټین Caseins

چمتوکوونکی : سید محمد نعیم خالد -  ۲ جون ۲۰۱۲

دکازین مواد دشیدو ۸۰ سلنه پروټین تشکیلوی. په شیدو کی مختلف ډولونه د کازین وجود لری مګر لاندی ځلورو ډولونه چی د کلسیم د مقدار په بنسټ تقسیم شوی دی او د کازین تر ټولو لویه برخه تشکیلوی:

۱ - Alpha S1 casein

۲ -  Alphas S2 casein

۳ - Beta casein

۴ - Kappa casein

ټول پورته یاد شوی د کازین پروټین د ۴،۶ پی اچ څخه کم د حل وړتیا لری. ټول یاد شوی کازین پروټینونه د conjugated proteins په نامه سره یادیږی چی د ایستری فاسفورس او سرین د پاتی شونی څخه تشکیلیږی. د فاسفیت ګروپونه د کازین د ساختمان په جوړولو کی مهم رول لوبوی. کوم کلسیم چی په هر انفرادی کازین سره وصل دی د فاسفورس د مقدار سره متناسب دی. 

۱ - Alpha S1 casein : مالیکولی وزن یی ۲۳۰۰۰ په نسبت د ۱۹۹ اضافی مواد او ۱۷ پرولینی اضافی مواد سره . دوه هایدروفوبیک ساحی لری چی په هغه د پرولین پاتی شونی واقع دی او د قطبی ساحی په مرسته یو د بل څخه سره بیلیږی او ټول ۸ فاسفورسی ګروپونه پکښی شامل دی. او ډیر کم مقدار د کلسیم پدی ځای ترسب وړتیا لری.

۲ -  Alphas S2 casein : مالیکولی وزن یی ۲۵۰۰۰ چی ۲۰۷ یی اضافی برخه او ۱۰ یی پرولینی اضافی برخه ده. متراکم منفی چارجونه په N terminus کی لری او پّ C terminus مثبت چارجونه لری. پدی نوع کازین کی هم کم مقدار د کلسیم تراکم کوی.

۳ - Beta casein : مالیکولی وزن یی ۲۴۰۰۰ دی ۲۰۹ برخی یی اضافه او ۳۵ پرولینی اضافه برخه لری. د  N terminus برخه یی ډیر لوړ چارج لری او C terminus یی هایدروفوبیک چارج لری. یو امفیفیلیک پروټین دی او د یو ضرف شویی د مایع د مالیکول په توګه فعالیت کوی. په ۲۰ درجو د سانتی ګراد کی لوړ مقدار د پولی میرونو جوړوی مګر په ۴ درجو د سانتی ګراد کی ددی وړتیا نلری. د کلسیم د ترسب کم حساسیت لری. 

۴ - Kappa casein : مالیکولی وزن یی ۱۹۰۰۰ دی او ۱۶۹ اضافه برخه او ۲۰ پرولینی اضافه برخه لری. د کلسیم د ترسب په مقابل کی ډیر مقاومت لری او نور کازینونه ته ثبات ورکوی. او د رنټ د علاوه کولو څخه ورسته د ۱۰۵ Phe او ۱۰۶ Met د دی ډول کازین رابطه بی ثباته کوی او هایدروفوبیک ساحه پریږدی. دا کازین د caseinomacropeptide په نامه سره هم یایدیږی. 


دشیدو فزیکی مشخصات

لیکنه : سید محمد نعیم خالد ۲۹ مۍ ۲۰۱۲

کثافت یا Density :

کثافت عبارت دی د یوی شی یا جسم مقدار د هغه پر حجم باندی. او په لاندی شرایطو باندی تړلی دی:

۱ - د اندازه ګیری په وخت کی حرارت

۲ - د شی یا جسم تاریخی یا د تیرو وختونو د حرارت درجه

۳ - د موادو ترکیب په خاصه توګه شحمی ترکیب

۴ - د هوا درلودل په خاصه توګه په ډیرو غلظت لرونکی محصولاتو کی

دشیدو کثافت په لاندی مواردو کی ورڅخه استفاده کیږی:

۱ - چی حجم په کتله او د هغه معکوس اړونه

۲ - د جامدو موادو تخمین لپاره

۲- او د نورو فزیکی مشخصاتو د محاسبی لپاره کله کینیماتیک غلظت 

د پورته ذکز شویو مشخصاتو سره په پام کی نیولو سره د شیدو کثافت د ۱۰۲۷ او ۱۰۳۳ کیلو ګرام په متر مکعب سره په ۲۰ درجو د سانتی ګراد کی ښودل شوی دی.

محصولدشحمی فیصدیدټولو جامدو موادو فیصدی4.4 C°10 C° 20 C°38.9 C°
شیدی۴ ۸،۹۵۱،۰۳۵۱،۰۳۳۱،۰۳۰۱،۰۲۳
کریم۳۶،۶۰۵.۵۰۱،۰۰۸۱،۰۰۵۰،۹۹۴۰،۹۷۸



غلظت یا Viscosity :

خالصی شیدی او هغه شیدی چی شحم تری ټول شوی وی د نیوټنی قانون درلودونکی دی. معنی دا چی د هغه غلظت د shear په دوران پوری تړلی ندی. د محصولاتو غلظت په لاندی شرایطو پوری تړلی دی:

۱ - حرارت

۲ - یخه هوا یا کم حرارت په شیدو کی د کازین د پروټین د ټولیدو له کبله زیاتیږی. 

۳ - د ۶۵ درجی د سانتی ګراد څخه زیات حرارت غلظت زیاتوی څکه چی پدی وخت کی د شیدو د تروو پروټین د منځه ځی.

۴ - همدا شان د pH نوسانات هم غلظت زیاتوی او یا یی کموی.

یخی شیدی او کریم غیری نیوټنی قانون څخه پیروی کوی. معنی دا چی غلظت د shear د تاویدو په تعداد اوسرعت پوری تړلی دی.‌

غلظت د لاندی مواردو لپاره استعمالیږی:

۱ - د شیدو په کریم باندی د اوښتلو کچی ښیی

۲ - د کتلی او د حرارت د انتقال کچه ښیی

۳ - د انتقال شرایط راته په ګوته کوی

د انجماد نقطه یا Freezing Point: 

د انجماد ټکۍ د مولریتی په بنسټ باندی پیدا کیږی. پدی ځای کی وزن یا حجم کوم خاص رول نلری. د لبنیاتو په صنعت کی د انجماد ټکۍ د یو خاص هدف لپاره استعمالیږی چی هغه د علاوه شویو شیدو د پیدا کول دی،‌ ورڅخه استفاده کیږی. مګر علاوه ددی د لکتوز د مقدار د پیدا کولو لپاره هم ورڅخه استفاده کیږی.‌دشیدو د انجماد ټکۍ د منفی ۰،۵۱۲ تر منفی ۰،۵۵۰ مګر په اوسط ډول سره ۰،۵۲۲ سانتی ګراد نیول کیږی. 

دشیدو اسیدیتی: 

د شیدو د اسیدتیۍ لپاره دواړه pH او تیتریتبل اسدیتی استفاده کیږی. په ۲۵ درجو د سانتی ګراد کی د شیدو پی اچ د ۶،۵ او ۶،۷ ترمنځ دی.‌ او د تیتریتیبل اسیدتی کچه یی د ۱۳ څخه تر ۲۰ ملی مول پر لیتر باندی ښودل کیږی.‌

Fungi in food industry د فنجی ارزښت په غذایی صنعت کی

لیکنه : سید محمد نعیم خالد ۲۸ مۍ ۲۰۱۲

فنجی کله کله خپله خواړه وی او کله کله هم د خوړو په تیارولو کی ارزښتمند رول لوبوی. د خوړو پروسس دخوړو لپاره یو خاص طعم ورکولو ، یا د بوی د منځ وړلو او یا هم د نورو مشخصاتو د زیاتیدو یا کمیدو لامل کیږی چی په پایله کی د مشتری د تقاضا د لوړیدو سبب کیږی.

فنجی د غذایی صنعت سره د پروسس په برخه ستر رول لوبوی. د فنجی استعمال په خوړو کی د انسان د تمدن څخه شروع کیږی چی د لمړی ځل لپاره دوچه ډوډۍ او شرآبو په تولید کی ورڅخه استفاده شوی وه. ددی په خاطر چی وپوهیږو چی فنجی کوم رول د خوړو په پروسس کی لوبوی نو لاندی مثالونه پدی برخه کی ورکړ شوی دی:

د سویا ساس:

نن ورځ موږ په خپل عادی ژوند کی ډیر داسی تیار شوی خواړه استفاده کوو چی په هغه کی په قصدی ډول سره ډیر اضافی مواد د ساتنی، طعم ، رنګ او یا نورو اهدافو په خاطر ورته علاوه شوی وی او کله چی زموږ په دسترخوان باندی خواړو راورسیږی نو هغه د لسګونو او سلګونو ترکیبی موادو یو حاصل وی. ددی نوع خوړو یو ښه مثال د سویا ساس دی.

دسویا ساس چی په جاپانی کی ورته Shoyu وایی، تور نصواری رنګ لری او مالګینه مایع ده چی لوړ مقدار د امینو اسید لری او غوښی ته ورته طعم لرونکی دی. د لمړی ځل لپاره په جاپان کی تولید شوی دی.

د سویا د ساس په جوړولو کی تخمر صورت نیسی او دوه مرحلی لری. په ابتدایی مرحله کی د سویا دانی په اوبو کی لمدیږی ورسته پخیږی تر څو ټول مضره مایکروبونه له منځه یوسی او بیا ورسته د د نینی شویو غنمو سره مخلوط کیږی. پدی وخت ورته د Aspergillus oryzae  هم ورته علاوه کیږی. دا ترکیب په ایروبیک ډول سره د ۲۰ څخه تر ۴۰ ساعتونو پوری په ۲۵ درجو دسانتی ګراد کی ساتل کیږی. دا قارچ پدی وخت کی انورتیز ، امایلیز او سلولیز انزایمونه تولیدوی چی د سویا د سختو انساجو د تخریب لامل کیږی. ورسته ددی لاس ته راغلی ترکیب سره ښه ګډیږی او بیا دوهمی مرحلی ته داخلیږی چی دتخمر دوره ده.

په غټو دیګونو یا لرګینو دیکونو کی مخکنی لاس ته راغلی مخلوط ته د مالګی او اوبو محلول چی ورته براین وایی علاوه کیږی او ددی تر ځنګ Saccharomyces rouxii  او Lactobacillus delbrueckii هم ورته علاوه کیږی. دا دواړه په غیر ایروبیکو شرایطو کی ښه وده کوی او د A. oryzae د ودی د مخنیوی لامل کیږی. ورسته د یوی میاشتی څخه یو تروشه مایع منځ ته راځی. دا مایع د امینو اسیدونو او ساده قندو یو غنی ترکیب دی چی ورسته د تصفیی او فلتر کولو څخه تعقیم کیږی اوپه بوتلونو کی اچول کیږی او ورته د سویا ساس وایی. ددی ورته نور محصولات چی قارچ ورپکښی استعمالیږی د Koji ، Idli ، Patu  او Laochao یا Ogi هم دی.

پنیر:

د پنیر تولید په مختلفو مایکروبونو پوری تړلی دی. د پنیر د تولید چاپیریال یو فعاله بیولوژیکی کامپلکس بلل کیږی. فنجی د پنیر د پخلولو یا ripening  په مرحله کی دوه مختلف رولونه لوبوی. لمړی دوی کیدای شی چی د پنیر باندنۍ برخه پخه کړی او ځینی وخت کیدای چی په داخل کی استعمال شی او د هغه لپاره خاص طعم ورکړی.

مختلف yeast او منشعب قارچونه د پنیر په سطحه باندی تشکیلیږی. چی کله کله د یو مصابیت کوونکی په توګه پیژندل کیږی او کله کله په عمدی توګه پنیر ته علاوه کیږی. کله چی ورته په عمدی توګه علاوه شی نو دهغه تاثیرات د حرارت، اوبو، پی اچ ، مالیګین توب، او د مادی د ریډوکس کچه پوری ترلی وی.

نرم پاخه شوی پنیرونه د بیرون لخوا دمنځ خواته پاخه شوی وی. په عمدی ډول ورته Penicillium camemberti ورته د پنیر په سطح باندی علاوه کیږی. چی د ۷ څخه تر ۷۰ ورځو پوری په هغه ځای کی خپله وده کوی. چی په پایله کی د یو سپین پوډری قشر د تولید لامل کیږی چی د پنیر لپاره یو خاص تکسچر پیدا کیدو او د هغه لپاره یو ډیر قوی طعم هم ورکوی. ښه مثالونه یی Brie ، , Camembert او Neufchatel دی.

ځینی نور پنیرونه د قارچ د یو بل سټرین سره چی د Penicillium roquefortii په نامه یادیږی، سره القاح کیږی. چی په پایله کی د پنیر په داخلی برخه کی د شین رنګه تارونه ، فلمنتونو او یا منشعبو قارچی ودو لامل کیږی. دا فنجی د پنیر لپاره یو قوی ، تریخ ډوله طعم ورکوی او په ایروبیک ډول سره د methyl ketones د تولید لامل کیږی. دا ډول پنیرونه د آبی پنیر یا blue cheeses په نامه سره یادیږی. ښه مثالونه یی Roquefort, Gorgonzola, Stilton, and Danish Blue دی.

دا فنجی په خپل اصل کی یو مضرمایکرواورګانیزم بلل کیږی. نو کله چی تاسی په نورو خوړو کی دا قارچ وینی د استمعال څخه یی ډه ډه کوی څکه چی اکثریت وخت د مصمومیت لامل کیږی. په ډیر کم اکسیجن او او دیر اسیدی ځایونه کی خپلی ودی ته ادامه ورکولی شی.

ځینی وخت همدا مضر قارچونه د یو مثبت رول په لرلو سره بیا په عمدی ډول سره په پنیر کی ګډیږی لکه د Geotrichum candidum چی د پنیر لپاره یو ښه طعم او بوی ورکولو لامل کیږی.  او همدا شان د پنیر لپاره د پخولو د پروسی سره هم مرسته کوی.

ماخذونه:

Gow N. & Gadd G.M. (Eds)(1995) The Growing Fungus. Chapman Hall, London.

Pitt J.I. & Hocking A.D. (2009) Fungi and Food Spoilage (3rd edit). Springer.

Wainwright M. (1992) An Introduction to Fungal Biotechnology. Wiley, Chichester.

پنیر جوړول Cheese Making

چمتو کوونکی: سید محمد نعیم خالد ۲۷ می ۲۰۱۲

د پنیر جوړول هم هنر او هم ساینس دی. نن ورځ پنیز جوړونکی د پنیر پی اچ او  هغه ته د تومنی علاوه کول ډیر ارزښمنت بولی. څکه چی داوړه فکتورنه د هغه ظاهری بڼی ،‌ تکسچر او خاص بوی ورکولو لامل کیږی. البته نن ورځ په نړی کی د ۱۰۰۰ څخه زیات د پنیرډولونه وجود لری مګر په ټولو پنیرونو کی لاندی شپږ پروسی ډیر د ازښت وړ دی:

۱ - Acidification : پدی مرحله کی شیدو ته کلچر یا تومنه اچول کیږی چی تر ځو دشیدو قند یا لکتوز په لکتیک اسید باندی واړوی. دا پروسه د شیدو اسیدیتی تغیروی او د شیدو فزیکی حالت د مایع څخه په جامد باندی اړوی. 

۲ - Coagulation : دا مرحله د لخته کیدو د مرحلی په نامه سره یادیږی چی ورسته د رینیت د علاوه کولو څخه صورت مومی. چی شیدو نوری هم جامد حالت ته اړوی. 

۳ - Curd and whey : کله چی شیدی په جامد حالت واوړی نو هغه ته کرډ وایی چی بیا قطع کیږی. د قطع کولو پروسه یی د چاقو یا ماشین په مرسته تر سره کیږی او د نورو شین رنګه اوبو یا whey د وتلو لامل کیږی.‌ په عمومی توګه په هره کچه چی د کرډ مقدار وړوکی وی په همغه اندازه به پنیز سخت ساختمان ولری. نرم پنیرونه لکه کاممبرغ یا بغری تقریبا هیځ‌غوځیږی نه نو د هغه له امله ډیر نرم ساختمان لری. مګر چیدر چی بیا ډیر په وړو ذرو سره غوځیږی نو بیا ډیر سخت قشر لرونکی وی. 

۴ - Salting : پدی پروسه کی په پنیر کی مالګه په مستقیم ډول سره علاوه کیږی یا د هغه په باندنی قشر باندی د اوبو سره یوځای استعمالیږی. مالګه د پنیر د ښی مزی او بوی لامل کیږی او همدا شان د یو میکروبی محافظ په توګه دنده تر سره کوی. 

۵ - Shaping : پدی پروسه کی پنیر ته کی یوخاص شکل ورکول کیږی.  پدی برخه کی د خاصو ټکوریو یا لرګینو حلقو چی ورته Mold وایی استفاده کیږی. پدی پروسه کی پنیر ته فشار هم ورکول کیږی تر ځو اضافه اوبه تر ووځی او په داخل کی یی خلاګانی کمی شی. 

۶ - Ripening : پدی پروسه کی پنیر پخیږی. پدی وخت کی باید د هغه خونی یا ځای چی پنیر د پخیدو د مرحلی لپاره ایښودل شوی وی، د حرارت او رطوبت کنترول یی اړین دی.‌ پدی مرحله کی د پنیر ډ ښه طعم د او رنګ د اخستلو لپاره ځینی قارچونه علاوه کیږی او یا ځینی وخت یوازی اړول کیږی. 

د منګو جوس او پیوری Mango nectar and purée

چمتو کوونکی : سید محمد نعیم خالد - ۲۵ می ۲۰۱۲

منګو چی یو قاره ای یا ټروپیکل میوه بلل کیږی یوازی په هغه ځایونه کی یی توافق کړی دی چی لوړه درجه د حرارت ولری. دسختو میوو یا سټون فروټ پوری اړوند دی. جنس یی Mangifera دی چی نوری ډیری قاره ای میوی هم پدی جنس کی شامل دی او د اناکارډیاسی د کورنۍ اړوند دی. منګو د هند د نیمه وچی څخه منشأ اخستی ده. 

په خوړو او کرهڼی د سازمان دیوی احصایی له مخی ویل کیږی چی د کال ۳۵ ملیونه ټنه په نړۍ کی تولیدیږی. هند ،‌چین تایلند او اندونیزیا د منګو ترټولو لوی تولیدونکی بلل کیږی.‌

ددی په خاطر چی منګو یوازی په محدودو نقطو کی صورت نیسی نو د هغه د پروسس لپاره ډیر ضرورت ښکاری ، نو له دی کبله زه غواړم چی دهغه دجوس د تولید په برخه لږ معلومات درکړم.

کله چی منګو د ونی څخه را وشکول شی نو ورسته دهغه تر سیوری لاندی یخیږی. ورسته د هغه منګو د ماشین په مرسته وینځل کیږی. ورسته د وینځلو څخه په میخانیکی ډول سره پوست تری اړول کیږی ، دا پوست اړول باید د مرطوب حرارت څخه چی ۶ دقیقی په هغه کی ساتل کیږی، بیا یخیږی ، صورت نیسی. 

دریمه مرحله یی د تخم او د پوست ګوښی کول دی. پدی ځای کی دمنګو غوښه تر اخستل کیږی  او تخم او پوست یی تری بیلیږی. 

څلورمه مرحله یی د پلپ ایستل دی. پلپ یی په دوه نوع دی یو د ۱۰ ملی متره او بل یی ۱،۲ ملی مترو په اندازی سره دی. 

پنځمه مرحله یی بیا د پلپ کولو پروسه ده چی پدی وخت کی د هغه اندازه ۰،۴ ملی مترو ته رسیږی. 

شپږمه مرحله یی د پلپ د حرارت ورکولو څخه دی. پدی ځای کی د هغه لپاره ۹۳ درجی د سانتی ګراد حرارت د یو ساعت لپاره ورکول کیږی او ورسته د هغه څخه ۳۰ درجو ته بیرته یخیږی. 

اومه مرحله یی د د Pulp maceration په نامه سره یادیږی چی پدی ځای کی هغه ته د Rohament PL او Rohapect PTE  انزایمونه د ۱ په نسبت د ۱،۵ یا ۱ ګرام پر یو کیلو ګرام باندی ور علاوه کیږی او تر ۳۰ درجو حرارت ورکول کیږی او د ۳۰ دقیقو لپاره په همدی حرارت کی ساتل کیږی.‌

آتمه مرحله یی د پاستوریزشن څخه عبارت ده چی ۹۵ درجی حرارت ورکوی  او بیا یی ۳۰ درجو ته بیرته یخوی. 

نهمه مرحله یی زموږ خالص پیوری یا د ټینګ جوس دی. 

لسمه مرحله یی د بوری ۶۸ بریکسه محلول د اوبو سره ورته جوړوی او د لسمی مرحلی د حاصل سره یوځای کوی  چی په پایه کی به یو نوی محلول چی ۳۵ سلنه پیوری وی او ۱۲ بریکسه قند به لری. 

یولسمه مرحله یی د هموجنایزیشن څخه عبارت ده چی پدی وخت کی د ۳۰۰ بار په قوت سره ټول محلول یو رقم قزیکی شکل یا تکسچر اخلی.

ورسته د دی څخه بیا د پاستوریزشن یوه مرحله تر سره کیږی‌.

آخری مرحله یی په ګرم دول سره د بوتل ډکول او د هغه بسته کول دی.‌