لوږه (Hunger) او فقر (Poverty)


تعریفونه
په هیواد په سطح د لوږی ه موضوع کی کوم سهام داران (Stakeholders) داخل دی؟
په نړۍ کی د وږو خلکو تعداد
آیا نړۍ په کافی اندازه خواړه د ټولو خلکو د تغذیی لپاره تولیدوی؟
د لوږی عوامل څه دی؟
آیا د وږو خلکو په تعداد کی په کمولو کی پرمختګونه شوی او کنه؟
اخځونه

تعریفونه

 لوږه هغه حالت دی چی خلک نشی کولی په کافی اندازه مغذی خواړه (کاربوهایدریت ، شحم، پروټین ، ویټامینونه، مینرالو او اوبه) د یو فعاله او صحت مند ژوند لپاره ترلاسه کړی. پدی برسیره د انګریزی ژبی د آکسفورډ قاموس د لوږی د کلمی لپاره دری تعریفونه کوی:

الف: لوږه یو سخت او یا دردونکی احساس دی چی د خوړو د غوښتو(want) او هغه ته د اشتها د درلودلو له امله منځ ته راځی.

ب: د خوړو غوښتل او یا هم د هغه کمښت په یو هیواد کی.

پ: لوږه هغه حالت دی چی په کافی اندازه خواړه موجود نه وی او د هغه له امله شدیدی ناروغی او یا مړینه منځ ته راشی.

ج: یو شی لپاره ډیر میل درلودل.

 
ددی تر ځنګ د دایکانومست ورځپاڼی په ۲۰۰۳ (Economist, 2003). کی دلوږی په هکله وایی چی دا هغه حالت دی چی یو فرد نشی کولی یو قیمتی خواړیزه محصول واخلی او یا هم پدی نه پوهیږی چی راتلونکی خواړه به د کومه ځایه راځی.

 
سوتغذی (Malnourished) -  هغه حالت ته وایی چی د کافی اندازی مغذی خواړیزه توکو د نه شتون یا د نه مصرف او یا هم د بی حده زیات مصرف له امله منځ ته راځی. هغه حالت چی په هغه کی په کی کافی اندازه د خوړو مصرف صورت ونه نیسی نو under-nutrition لامل کیږی او که چیری زیات مصرف صورت ونیسی نو over-nutrition لامل کیږی. دا دواړه یاد شوی حالتونه د فزیکی او  روانی صحت د خرابیدو او د نورو نارغیو لامل کیدای شی. سوتغذیه دوه حالتونه لری . لمړی او مهم حالت یی د پروټین د انرژۍ له امله سوتغذیه ده چی معمولا د هغه خوړو له امله چی پروټین لری د نه اخستلو له کبله منځ ته راځی د بیلګی په توګه غوښه او یا نوری پروټینی زیرمی چی اخستل یی ګران دی نو د سوتغذیی لامل کیږی او په نړیواله کچه پدی ستونزه باندی خبری کیږی. ددی ترڅنګ دوهمه نوع سوتغذیه هغه ده چی د ویټامینونو او منرالونو د نه مصرف له امله منځ ته راځی مګر دا نوع یی په نړیواله کچه تر بحث لاندی نه نیول کیږی. نن ورځ په پرمخ تللو هیوادونو کی دریمه نوع د سوتغذیی د چاغښت (obesity) تر عنوان لاندی ځای په ځای شی.

 غذایی امنیت (Food Security) – هغه حالت ته وایی چی ټول خلک، هر وخت د فعاله او صحت مند ژوند لپاره په کافی اندازه صحی، مغذی او قابل د استفادی خواړیزه توکو ته لاس رسی ولری.

 په هیواد په سطح د لوږی په موضوع کی کوم سهام داران (Stakeholders) داخل دی؟

 ټول هغه کسان چی د هیواد تابعیت لری
ټول هغه کسان (بهرنیان او کی داخلی) چی په یو هیواد کی اوسیږی
دولتی اداری
غیر دولتی سازمانونه
داوطلبانه او حمایتی سازمانونه
سیاست مداران او پالیسی جوړونکی
مطبوعات
پوهنتونونه
تجارتی او کاری بنسوټونه

په نړۍ کی د وږو خلکو تعداد

تر اوسه هیځ ځوک نه پوهیږی چی په واقعی توګه څومره خلک به سوتغذی وی . خو د د خوړو د نا امني (Food Insecurity) دی و راپور په ترځ کی چی د دخوړو دنړیوال سازمان (FAO) لخوا په ۲۰۱۰ کی په چاپ ورسید په نړۍ کی ۹۲۵ ملیونه خلک سوتغذی دی.

honger graph afghanistan.png

په لاندنی ګراف کی د وږو خلکو تعداد په نړی کی د د ۱۹۹۵ او ۲۰۱۰ کلنو ترمنځ د یو زیاتیدونکی خط په توګه ښودل شوی دی. ددی زیاتیدنی عوامل په لاندی توګه دی:

د دولت او نړیوالو سازمانونو زراعت ته د نه پاملرنی او د هغه څخه د غریبو خلکو لیری کیدل 
اوسنی نړیوال اقتصادی بحرانونه
په څو تیرو کلنو کی د خوړو د قیمتونو لوړیدل

 

honger article.png

نن ورځ په نړۍ کی ۷ بیلیونه خلک ژوند کوی نو د ددی تخمین له مخی چی دخوړو نړیوال سازمان د ۹۲۵ ملیونو نفر کړی وو چی د دټول یاد شوی نفوس ۱۳.۱ ٪ کیږی او یا هم ویلی شو.

د غذایی ناامنۍ زیاتره متاره شوی برخه په نړۍ کی اطفال دی. هغه اطفال چی په کافی اندازه خواړه نه ورته رسیږی په هر کال کی تقریبا ۱۶۰ ورځی د ناروغیو له امله کړیږی. خرابه تغذیه د تقریبا هرکل د ۵ ملیونه اطفالو ژوند اخلی. پدی نژدی وختونو کی د (de Onis 2000). د ځیړنی له مخی ویل کیږی چی په مخ تلونکو هیوادونو کی  دسوتغذی له امله چی د ټیټی ونی یا نه ودی (stunting) په اساس اندازه کیږی تقریبا ۳۲.۵٪ اطفال متاثره دی. په جغرافیای لحاظ په نړۍ کی ۷۰ سلنه خلک په آسیا، ۲۶ سلنه په افریقا ، ۴ سلنه په لاتینه امریکه او کارابین کی ژوند کوی. په ډیرو ځایونه کی داسی هم لیدل شوی چی چی دا ستونزه کله نا کله د سوتغذی میندو څخه منځ ته راځی، یعنی ۱/۶ نوی زیږدونکی اطفال کم وزن لری. دا کم وزنی دهغوی د زده کړی د معیوبیت ، روحی ستونزو، غیر منظمی ودی، ضعیف روغتیای او معافیتی حال، ړندوالی او مخکی له وخت څخه مرګ لامل کیږی.

آیا نړۍ په کافی اندازه خواړه د ټولو خلکو د تغذیی لپاره تولیدوی؟

 د ددی پوښتنی ځواب هو دی. نن ورځ نړۍ د ۷۰٪ نفوس د زیاتیدو په شتون سره سره  د ۳۰ پخوانیو کلنو په پرتله ۱۷٪ زیات خواړه تولیدوی. د (FAO 2002, p.9).  د تخمین له مخی دا مقدار کولی شی چی د هر فرد لپاره حد اقل ۲۷۲۰ کیلوکالوری  د هری ورځی لپاره تولید کړی. مګر ستونزه داده چی په نړۍ کی ډیر خلک څمکی ته لاس رسی نلری چی په هغه باندی کرکیله وکړی او یا هم په کافی اندازه عایدات نلری چی په هغه باندی تولیدی عوامل واخلی.

د لوږی عوامل څه دی؟

فقر د لوږی یو بنسټیزه عامل دی. د نړیوال بانک د تعریف له مخی فقر هغه حالت دی چی په هغه کی یو فرد یا ټولنه د هغه د خوښۍ او سلامتۍ څخه محروم وی، چی بیلا بیل اړخونه لری. دا اړخونه کیدا شی چی کم عاید او یا هم عدم توانایی د دی وی چی یو فرد ونشی کړلی چی خپل ابتدایی او اساسی ضروریات د خپل ژوند د امرار او انسانی مقام دساتلو لپاره پوره کړی. ددی تر څنګ نور اړخونه یی ټیټ صحی حالت ، ټیټی زده کړی، پاکو او صحی اوبو او تشنابونو ته لاس رسی نه درلودل، غیر کافی فریکی امنیت،سرپناه ، د غږ نه درلودل، او غیر کافی توانای او فرصتونه چی خپل ژوند ورباندی بهتره کړی. د نړیوال بانک د یو تخمین له مخی چی په ۲۰۰۵ کال شوی وو تقرییا ۱ږ۳۴۵ ملیونه خلک په پرمخ تللو هیوادونو هره ورځ خپل ژوند د ۱.۲۵ امریکایی ډالرو او یا تر هغه کم مقدار باندی تیروی. او اوس مهال ویل کیږی دا مقدار تقریا ۱.۷ ملیونه نفرو ته رسیږی. فقر عموما په دوه برخو ویشل شوی دی یو یی عایداتی فقر (Income poverty) او بل یی هم انسانی فقر (Human poverty) دی. دفقر مختلف اړخونه :

متزلزله بدیل معیشت
د ځای نه شتون
فزیکی محدودیتونه
د جندر اړیکی
دټولنزو اړیکو ستونزی
عدم امنیت
د زور واکانو لخوا تهدیدونه
دټولنزی تاسیساتو بی ارزښته کول
محدودی توانایی
په ټولنه کی ضعیف سازمانونه
دوهم مهم عامل یی خطرناکه اقتصادی  او سیاسی سیستمونه دی . په نړۍ کی لیدل کیږی چی اکثره تولیدی منابع او عایدات د فوج، سیاسی او اقتصادی قوتونو تر ولکی لاندی دی چی اساسا د معمولی خلکو لاس رسی نه ورته کیږی. یو معیاری اقتصادی سیستم چی د تولید او تبادیلی په اساس منځ ته راځی د ختمیدو په حال کی دی. اساسا دولتونه ددی لپاره وی چی دخپلو خلکو لپاره هغه مواد یا سهولتونه چی چی هغوی نشی کولی ورته تهیه کړی د بیلګی به توګه دهیوادملی امنیت راوستل .

دریم عامل یی سیاسی او امنیتی برخوردونه دی. په نړۍ کی نن ورځ تقریبا په هر هیواد کی ستونزی موجودی دی چی د هغه له امله یو تعداد خلک کوشش کوی چی د کلو او بانډو څخه ښارونو ته راشی او ځینی نور یی بهر ته مهاجرتونه کوی. په ۲۰۰۸ کال د مهاجرینو د نړیوال سازمان UNHCR د یو راپور له مخی په نړۍ کی ۱۰ ملیونه مهاجر وجود لری. او دهغه خلکو تعداد چی د برخوردونو له امله بی ځایه کیږی یا Conflict Induced Internally Displaced persons (IDPs) تعداد یی ۲۶ ملیونو نفرو ته رسیږی. دپورته یاد شوی راپور له مخی ۱.۰۲ بیلیونه خلک د مضمنه لوږی څخه او ۳۶ ملیونه بی ځایه شوی خلک ،رنځیږی.

څلورم عامل یی لوږه پخپله د لوږی او فقر عامل دی. معنی دا چی لوږه د انسان د کار کولو مخه نیسی، د لیک لوست معیوبیت منځ ته راوړی او د نورو ورته فعالیتونو څخه مخ نیوی کوی. نو ددی په اساس موجوده لوږه د نوری لوږی او فقر لامل کیږی.

پنځم عامل یی د د اقلیم تغیرات دی.  نن ورځ په نړۍ کی ځینی ځایونه لیدل کیږی چی په هغه کی ډیر سیلابونه ، وچ کالی او داسی نور طبعی ناورینونه پیږیږی. دا ناورینونه ددی لامل کیږی چی تول تولیدی فعالیتونه متاثر شی او عایدات کم او یا هم بیخی له منځ ولاړ شی ، نو ددی په ترځ کی لوږه اوفقر زیاتیږی.

شپږم عامل یی په نړۍ کی د تیلو دقیمتونو لوړیدل دی.

اوم عامل یی د بایوفیول یا نباتی تیلو تقاضا ده.

آتم عامل یی د تجارانو لخوا د خوړو احتکار دی.

نهم عامل یی په پرمخ تلونکو هیوادونو کی عایدات کم دی.

آیا د وږو خلکو په تعداد کی په کمولو کی پرمختګونه شوی او کنه؟

ددی پوښتنی ځواب په عمومی شکل سره منفی دی. څکه چی د خوړو دنړیوال سازمان د ۱۹۹۶ د ناستی په ترځ کی پلان ونیول شو په ۲۰۱۵ کی باید د نړۍ دوږو خلکو کچه نیمایی ته را ښکته کړل شی. چی په هغه وخت کی ییی تعداد ۸۲۴ ملیونه وو او حال دا چی اوس یی تعداد ۹۲۵ ملیونه دی، چی د کمیدو په ځای زیات شوی دی. مګر د یاده باید نه وی وتلی چی په آسایا، لاتینه امریکا او کارابین کی ځینی پرمختګونه شوی دی.

اخځونه

Black RE, Morris SS, Bryce J. "Where and why are 10 million children dying every year?"Lancet. 2003 Jun 28;361(9376):2226-34.
Jennifer Bryce, Cynthia Boschi-Pinto, Kenji Shibuya, Robert E. Black, and the WHO Child Health Epidemiology Reference Group. 2005. "WHO estimates of the causes of death in children." Lancet ; 365: 1147–52.
Cafiero, Carlo and Pietro Gennari. 2011. The FAO indicator of the prevalence of undernourishment FAO
Caulfield LE, de Onis M, Blössner M, Black RE. Undernutrition as an underlying cause of child deaths associated with diarrhea, pneumonia, malaria, and measles.American Journal of  Clinical Nutrition 2004; 80: 193–98.
Shaohua Chen and Martin Ravallion.  June 2004. "How have the world’s poorest fared since the early 1980s?" World Bank Policy Research Working Paper 3341 Washington: World Bank.
de Onis, Mercedes, Edward A. Frongillo and Monika Blossner. 2000. "Is malnutrition declining? An analysis of changes in levels of child malnutrition since 1980." Bulletin of the World Health Organization 2000, : 1222–1233.
Food and Agriculture Organization, International Fund for Agricultural Development, World Food Program. 2002 "Reducing Poverty and Hunger, the Critical Role of Financing for Food, Agriculture, and Rural Development."
Food and Agriculture Organization. 2006. State of World Food Insecurity 2006
Food and Agriculture Organization. 2010. The State of Food Insecurity in the World 2010http://www.fao.org/docrep/013/i1683e/i1683e.pdf
Food and Agriculture Organization. 2011. "The State of Food Insecurity in the World 2011"http://www.fao.org/docrep/013/i1683e/i1683e.pdf
Headey, Derek. 2011. “Was the Global Food Crisis Really a Crisis? Simulations versus Self-Reporting”, IFPRI Discussion Paper 01087.  
International Food Policy Research Institute. 2010. 2010 Global Hunger Index
Masset, Edoardo. 2011 In Press. A review of hunger indices and methods to monitor country commitment to fighting hunger Food Policy.
http://oald8.oxfordlearnersdictionaries.com/dictionary/hunger
Pelletier DL, Frongillo EA Jr, Schroeder D, Habicht JP. The effects of malnutrition on child mortality in developing countries. Bulletin of the  World Health Organization 1995;73: 443–48.
United Nations High Commissioner on Refugees. 2007.  Statistical Yearbook 2006 "Main Findings"
UNHCR 2008 Global Report 2008 "The Year in Review"http://www.unhcr.org/4a2d0b1d2.pdf
World Bank.  Understanding Poverty website 
World Health Organization Comparative Quantification of Health Risks: Childhood and Maternal Undernutition


د خوړو لیبل (Food Label )

چمتو کوونکی : سید محمد نعیم خالد ( دسمبر ، 30 ، 2011 )

 د خوړو مصؤنیت (Food Safety) نن ورځ په نړۍ کی یو تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږی. د امریکی په متحده ایالاتو کی هر کال کابو ۴۸ میلیونه د خوړو څخه پیښدونکی نارغۍ او ستونزی ثبتیږی.  معمولا دا ستونزی او ناروغۍ د تولیدونکی کمپنیو لخواد ناسمه او یا نا مکمله معلوماتو له کبله منځ ته راځی. ددی تر څنګ کله ناکله مصرف کوونکی یا مستهلکین هم خپل خواړه ښه نه پیژنی، د خوراک لپاره یی چمتو کولی نشی، ذخیره کولی یی نشی، صحی معلومات او ځینی نور اړوند موارد په پام کی نه نیسی نو د هغوی د ناروغیو او حتی تر روغتونو پوری  د رسیدو لامل هم کیږی. نن ورځ زه غواړم چی ددی ستونزی په پام کی نیولو سره یوه مقاله د خوړو د لیبل په هلکه برابره کړم ترڅو محترم لوستونکی د ددی ټکو په پام کی نیولو سره خپل ځان او کورنۍ د ځینی خوړو پوری اړوند ستونزو څخه مصؤن وساتی.

 لیبل څه ته وایی؟ لیبل عبارت د هغه معلوماتی ټوټی څخه دی چی د محصول په هکله د هغه په بسته یا package  باندی قانون  ته په پام  کی لګیری. په بل عبارت لیبل د مستهلک او تولیدونکی تر منځ یو ارتباطی پل دی چی د هغه په بنسټ مستهلک کولی شی د محصول په ارزښت ، د استعمال په طریقه او دساتنی په لارو چارو باندی وپوهیږی.

 دنړۍ په اکثر هیوادونو کی په بسته بندی شویو خوړو باندی لیبل لګول اجباری دی، او د لیبل لګولو لپاره یوه خاصه اداره وجود لری. د امریکی په متحده ایالاتو کی د خوړو لیبل د 21 CFR part 101  قانون په مرسته کنترولیږی. هغه هیوادونه چی خپله کومه خاصه قانونی مرجیع ونلری بیا د FAO  او WHO په مرسته تهیه شوی لارښود چی د Codex Alimentations په نامه یادیږی، مراجعه کوی او د اړتیا وړ معلومات تری اخلی. د اوروپایی اتحادیی لخوا هم یو قانون د  Directive 90/496/EEC په نامه سره چمتو شوی  وو چی بیا په ۲۰۰۸ کال کی دیو نوی  قانون په چوکاټ کی د ځینو تغیراتو سره په  تصویب ورسید چی ورته  Directive 2008/100/EC ویل کیږی.

 په افغانستان کی په خواشینۍ سره داسی معینه اداره نشته چی دخوړو صحی او کیفی کنترول لپاره کار وکړی او نویو قوانینو په طرح کولو سره په هیواد کی  د خوړو د مصروفونکو صحت څخه پاملرنه وکړی. نن ورځ د روغتیا وزارت او د کرنی وزارت ځینی جزیی کارونه پدی برخه کی کوی مګر په واقعی توګه سره د یو دولت په شان د خوړو د مصؤنیت په هکله یی کوم ګام ندی پورته کړی. نورو برخو ته ورته چی تر اوسه کوم قانونوه او رهنما ګانی ندی ورته ندی جوړی شوی ، د لیبل کولو برخه هم همغه شانته پاتی ده.

 د لیبل دندی (functions of label): 

a)      د محصول نوم ښودنه

b)      دمحصول انرژیکی ارزښت په ګوته کول

c)      د محصول د تولید او د انقضا نیټه ښودنه

d)     د محصول د استعمال لارښونه

e)      د محصول د خوړو ورځنی مقدار ښودنه ( daily intake)

f)       د محصول په هکله د صحی معلوماتو ورکول

g)      د محصول د ذخیری کولو معلومات

 د لیبل ځای:

 دلیبل ځای په بسته یا package باندی په دوه طریقو سره ممکن دی :

1.      ټول د لیبل اړوند معلومات د بستی په مخ یا principal display panel (PDP) چی معمولا د مصروف کوونکی لخوا لمړۍ د لیدو وړ منبع ده،  باندی ځای په ځای کړی او یا

2.      ځینی خاص د لیبل اړوند معلومات ورباندی ځای په ځای کړی او نور فرعی معلومات د هغه تر څنګ په معلوماتی برخه یا information panel labelling   چی د PDP په ښۍ برخه کی قرار لری ، ځای په ځای شی. په information panel labelling کی معمولا د تولیدی کمپنۍ نوم، انګریدینت ، آدرس  ورپکښی شامل وی.


 د لیبل ساختمان او دهغه اجزا:

 نوم (Name)– پدی بره کی باید د محصول نوم ولیل شی، تر څو مستهلک ورڅخه په اسانی سره استفاده وکړی. د بیلګی په توګه د یو محصول نوم ( افغان جوس ) ایږدو. دا نوم دوه معنی ګانی ورکوی یو خو د افغان کلمه ده چی جوس د نړی یوی خاصی ساحی ته راجع کوی . ضمننا د جوس کله د میوی او یا هم د سبو باندی دلالت کوی. نو مستهلک په آسانۍ سره کولی شی د خپلی خوښی محصول انتخاب کړی.

 انګریدینت یا علاوه شوی توکی (Ingredients and additives) – خوړو ته ټول علاوه شوی توکی (رنګونه ، ساتونکی یا preservatives ، غلیظ کوونکی مواد یا thickening agent ) باید د انګریدینیت تر عنوان لاندی ذکر شی. کله چی په یو محصول کی د ۲٪ څخه زیات وی نو د وزن په اساس باید په نزولی توګه سره ولیکل شی. او که چیری تر ۲٪ څخه یی مقدار کم وی نو په سعودی او یا نزولی توګه یی لیکل ممکن دی. په ځینی هیوادونو کی د ځینی علاوه کیدونکی موادو لپاره یو نمبر جوړ کړی د بیلګی په توګه په اورپایی اتحادیه کی ورته  E  نمبر وایی. چی په آسانۍ سره د تعقیب وی. د بیلګی په تو ګه سوربیک اسید چی یو خوړو ته د ساتونکی یا preservative  په توګه استفاده کیږی د E 200  نمبر لری.

 الرجی لرونکی مواد یا محصولات (Allergens) – نن ورځ د علمی ځیړنو په بنسټ یو تعداد خواړیزه محصولات او یا هم علاوه کیدونکی مواد الرجی منځ ته راوړی. ددی په خاطر چی زموږ مستهلک د الرجی د ستونزی څخه په امن کی وی نو باید ټول الرجی راوړونکی یا پیښوونکی محصولات او یا مواد باید په لیبل باندی په ځرګنده توګه ولیکل شی. په اوروپایی اتحادیه کی ۱۴ الرجی لرونکی محصولات په ګوته شوی دی او د هغه لیکل په لیبل حتمی دی. الرجی راوړنکی مواد چی په اروپا کی یی لیکل حتمی دی عبارت د د حګییو ، سلیری، مغرباب، شیدی، بحری خواړه ، سویا بین او ځینی نور.

 تغذیوی معلومات (Nutritional info)– حال دا چی دا برخه په قوانینو کی حتمی نده مګر بیا هم د مستهلک لپاره د محصول په انتخاب کی خورا ګټه رسولی شی. دا معلومات کیدای شی چی د انرژی غوندی ورته مواردو په هکله معلومات ورکړی.

 صحی تغذیوی معلومات (Medicinal Nutritional claims) -  دا هغه برخه ده چی په ډیره دقیقه توګه سره تر ځارنی لاندی نیول کیږی . څکه دا هغه برخه ده چی یو مستهلک کیدای شی د هغه د غلطو معلوماتو په تر لاسه کولی سره له منځه ولاړ شی. دبیلګی په توګه که چیری په یو لیبل باندی لیکل شوی وی چی د دی ناروغۍ مخه نیسه ، شکر ته ګټه لری، یا د چاغښت لامل کیږی او په حقیقت که په هغه شکل سره نه وی او یا هم ناوړه اغیزه ولری نو د خطرناکو پایلو لامل کیدای شی.

 تاریخ ( Date) – تاریخ عموما په دوه طریقو سره لیکل کیږی:

الف : د انقضا د تاریخ څخه د مخه استعمال ( Use by date) – پدی صورت کی باید کوشش وشی چی محصول مخکی د انقضا د تاریخ څخه استعمال شی.

ب: د انقضا د تاریخ څخ مخکی استعمال توصیه کیږی یا Best before date ) ) – دا هغه حالت دی چی څینی محصولات ډیر خطرناک نه وی نو پدی صورت کی کولی شو چی هغه ورسته د انقضا د تاریخ څخه هم استعمال کړو مګر د هغه څخه مخکی استعمال یی توصیه کیږی.

 د ذخیری شرایط ( storage conditions ) – په هغه صورت کی چی د ذخیری لپاره خاص شرایط موجود وی نو باید په لیبل باندی په صراحت سره ولیکل شی.

 تجارتی نوم او آدرس (business name and address) – ځینی محصولات وی چی تجارتی نمونه یی توپیر لری نو هغه هم باید په لیبل باندی ذکر شوی وی. ددی تر څنګ د تولیدونکی کمپنۍ نوم د هغه د آدرس سره په ګوته شی.

 د محصول منشأ ( Place of origin) – د محصول او یا د هغه د ترکیبی مواد منشأ باید لیکل شوی. معمولا Bar code په شکل سره ښودل کیږی چی دمحصول د خرابیدو او یا هم کومی صحی ستونزی په صورت کی پا آسانۍ سره تعقیبریږی. علاوتا منشأ محصول ته یو ځایی ارزښت ورکوی. د بیلګی په توګه د وردګو مڼی، د قندهار انار، د تخار خربوزی چی هر یو یی خاص ځایی ارزښت لری.

 د استعمال لپاره هدایات ( Instruction for use) – دا په هغه صورت کی حتمی ده چی د محصول استعمال خلکو ته ښه نه وی معلوم او یا نوی محصول مارکیت ته وړاندی کیږی او یا هم یو خاص مصرفی ګروپ ته لکه YOPI چی ځوانان (Young) ، زاړه (Old) ، حامله داری ښځی (Pregnant) او یا هم هغه خلک چی معافیتی سیستم چی ضعیف  (Immuno-compromised) وی.

 د لیبل ظاهری بڼه ( presentation) – لیبل باید په ټولنه کی قابل قبول وی. کوم خاص دینی ، مذهبی او یا قومی ستونزی منځ ته رانه وړی. ددی ترڅنګ لیبل باید جذاب او ښه رنګ ورته انتخاب شی او په بسته کی د لیدو وړ وی. مذهبی مثالونه یی د مسلمانانو لپاره په لیبل باندی په غربی نړۍ کی د حلال کلمه لیکل کیږی او دی ته ورته د یهودو لپاره په لیبل باندی د K حرف چی د Kosher  دکلمی څخه اخستل شوی دی او د تقریبا عین د حلال د کلمی غوندی په یهودی نړۍ کی ورڅخه استفاده کیږی.

 سمبولونه (symboles) –  ځینی وخت کمپنۍ نه غواړی چی د هغوی د ډیزاین ، شعار او یا نورو معلوماتو څخه بل  څوک یا تولیدی ځیرمه استفاده وکړی نو دوی ځینی سمبولونه لکه © چی د کاپی کولو د حق څخه محفوظ معنی ورکوی او یا هم ® چی د محصول د په تجارتی توګه راجستریدو معنی ورکوی.  

 د تولیدی دوری نښان (Batch identifier ) – دا کود یا نښان ددی لپاره مهم دی که چیری یو محصول چی تولید شوی او په مارکیت ته وړاندی شوی دی او یا هم په ګودامونو کی دی مګر د هغه د خراب جوړښت او یا هم کوم بلی صحی او یا کیفی ستونزی په منځ ته رتلو سره د محصول پیژندنه آسانه کوی. که چیری وغواړو چی خپل محصولات د مارکیت څخه راټول (product recall) کړو نو دا به ډیره آسانه وی چی ددی کود په شتون سره هغه په اسانۍ سره پیدا کړو.

 خالص مقدار ( Net quantity) – د لیبل په آخری برخه کی باید د محصول خالص مقدار ذکر شوی وی. کیدای شی چی وزن او یا حجم وی.

 علاوه د پورته ذکر شویو مواردو  سره نور کیمیاوی ، مایکروبیولوژیکی خواص هم پکښی په ګوته شی.  هیره د نه وی چی کله نا کله د تولیدونکی څخه رانیولی آن د مصرفونکی تر دروازی پوری ټولو اړونده خلکو ته پکښی اشاره کیږی، مګر معمول ندی.

 اخځنی :

1.      http://www.bedford.gov.uk/environment_and_planning/env_health__

trading_standards/food/food_labelling__composition/food_labelling.aspx

2.      http://www.fda.gov/downloads/Food/GuidanceComplianceRegulatoryInformation/Guidance

Documents/FoodLabelingNutrition/FoodLabelingGuide/UCM265446.pdf

3.      http://www.ext.colostate.edu/pubs/foodnut/09365.html

4.      http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_nifl/programme_nifl_02.html

5.      http://www.cspinet.org/new/pdf/global.pdf