ژباړن : سید محمد نعیم خالد

په لبنیاتو کی ترټولو مهم کار مستهلک ته  ښه او د لوړ کیفیت محصول ارایه کول دی. نو ددی له کبله ځینی لابراتواری امتحانونه چی د محصول د کیفیت د معلومولو لپاره ورڅخه استفاده کیږی، لاندی تشریح شوی دی:

د شیدو د کثافت معلومول ( Milk density detection):

د شیدو کثافت د اوبو او شیدو دکثافتونو د نسبت د مجموعی څخه عبارت دی چی په د سانتی ګرید په ۲۰ درجو او تر یو معین فشار لاندی اندازه کیږی. هغه آله چی د شیدو کثافت معلوموی د lactodensitimeter  په نامه سره یادیږی چی د ترمامیتر او مندرج تیوب څخه تشکیل شوی دی.

 د هایدروجن پر اکساید دمعلومول(Hydrogen peroxide detection):

په یو ټست ټیوب کی ۵ ملی لیتر شیدو واخلی او بیا په هغه برسیره ۵ قطری paraphenylene diamine ور اعلاوه کړی. ورسته د هغه څخه دا ښه وښوروی. که چیری شیدو آبی رنګ ځانته غوره کړ نو دادی هایدورجن پراکساید د شتون معنی ورکوی.

د فارملین معلومول (Formalin 40% detection):

ددی په خاطر چی ۴۰٪ فارملین زهری خاصیت لری او کولای شی چی شیدو د اوږد مهال لپاره وساتی نو څکه ددی معلومول لازمی دی. دفارملین د معلوملو لپاره باید ۱۰ ملی لیتر شیدو په یو ټیست ټیوب کی واخستل شی او ورسته د هغه  د ټیست ټیوب په بغلونو باندی  باید ۵ ملی لیتر سلفوریک اسید ورعلاوه شی. ټیست ټیوب باید ونه ښورول شی. که چیری د سلفوریک اسیدو او شیدو د تقاطع په ځای کی بنفش او یا آبی حلقی تشکیلی شی نو د معنی یی داده چی فارملین ورته علاوه شوی دی.

د نشایستی معلومول (Starch detection):

یو تعداد خلک د شیدو دغیر شحمی جامدی برخی د زیاتولو په خاطر شیدو ته نشایسته علاوه کوی. ددی په خاطر چی SNF معلوم کړو نو ۳ ملی لیتر شیدو باید په ټیست تیوب کی واخستل شی او بیا په اوبو کی وایشول شی. اوبیا شیدو د ۲۰ +  ۲ درجو ترحده یخی کړی. ورسته له هغه ورته ۲-۳ قطری ۱٪ آیوډین ورته علاوه کړی. که چیری د شیدو رنګ آبی ته واوړی نو معنی یی داده چی نشایسته ورته علاوه شوی ده.

د علاوه شوو اوبو معلومول  ( Added water detection):

کابو په په ټوله نړۍ کی د علاوه شوو اوبو اندازه د lactometer  په مرسته معلومیږی. مګر د AOAC لخوا د شیدو د منجمد کیدو د ټکی معلومول هم معتبر ګڼل کیږی. شیدو معمولاْ په –0.55°C کی منجمد کیږی . ددی لپاره چی د شیدو د انجماد ټکی پیدا کړو نو د لاندی فورمول څخه استفاده کوو.

Percentage of water added = Normal freezing point – Observed freezing point   X 100
                                                                        Normal freezing point

د علاوه شوو پوډری شیدو معلومول ( skimmed milk powder detection):

که چیری د شیدو یو سمپل په ټیست ټیوب کی واخستل شی او په هغه باندی نایتریک اسید قطره په قطره سره علاوه شی او په پایله کی نارنجی رنګ لاس ته راشی نو ددی معنی داده چی په شیدو کی پوډری شیدی هم ګډی شوی دی. حال دا چی د خالصو شیدو رنګ زیړ وی.


ماخذ: (21 July 2011)

http://www.dairyforall.com/milk-adulteration.php